
د ډاکټر نجیب په اړه د اسماعیل خان څرګندونو غبرګونونه را پارولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د ډاکټر نجیب په اړه د هرات د پخواني والي تورن اسماعیل خان څرګندونو غبرګونونه را پارولي دي.
اسماعیل خان تېره ورځ په هرات کې یوې غونډې ته وویل چې ډاکټر نجیب د ملت قاتل دی او تصویرونه یې بايد پر موټرو نه لګول شي.
د هغه په خبره که څه هم د ډاکټر نجیب ډله چې دی يې «خاديان» بولي، دوی بښلې خو په وينا يې له دې بښنې دې بده ګټه نه اخلي او د نجیب د تصویرونو د لګولو جرئت نه دې نه کوي.
د نوموړي دې څرګندونو په خواله رسنیو کې غبرګونونه راپارولي او د نجیب ګڼو پلویانو پر خپلو پيژنپالو د نجیب تصویرونه لګولي دي.
د تایب احمدزي په نوم یو تن نجیب د خاوري لپاره قرباني بولي او اسماعیل خان د دې خاورې خاین لیکي: «دا قضاوت په تاریخ وکړي چې څوک د افغانستان ریښتنی بچی وو. داکتر صاحب خو پر همدې خاوره سر قربان کړ خو اسماعیل خان پرته له چور او غصب څخه کوم بل کار په دی وطن کې نه دی کړی.»
د اجمل هوډمن په نوم د خواله رسنیو بل فعال لیکلي: «د دې وطن ژوندی تاریخ زموږ ټولو مخې ته پروت دی. دا دی څو ورځې وروسته به جګړه ٣٨ كلنه شي . هېڅوک دې ځان سپينه کوتره نه بولي. تورن اسمعیل دې ، په دې اړه توضیح ورکړي، چې په ١٣٧١ كې د جمعیت او پرچم ډلې تر منځ د جبل السراج تړون څه معنا ؟ تاریخ به دا نه هېروي، چې تورن اسمعیل او نور جمعیتیان یې د آصف دلاور، فرید مزدک، نبي عظيمي، بابه جان ، او علومي په اوږو سپاره کابل ته راننوتل او وران یې کړ. د شينډنډ هوايي ډګر د الوتکو د کباړ پوښتنه دې اوس وشي.»
عبدالحنان همت بیا د نجیب د کړنو لیست خپور کړی، چې په وينا يې د ده په وسیله یا د دوی د ګوندي ملګرو په وسیله زرګونه مسلمانان وژل شوي دي «۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې ګناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت. ۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه. ۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.»
ياده دې وي د ډاکټر نجیب د پلویانو او په اوسني وخت کې د امريکايي ځواکونو کلک ملاتړي اسماعیل خان د پلويانو تر منځ ناندرۍ په داسې وخت کې په ګرمېدو دي، چې تر دې وړاندې بلخ هم د د دوستم او مسعود د تصویرونو پر سر د لویو لاريونونو شاهد و.
اسماعیل باید په دی پو شي چی همغه شهید داکتر نجیب و چی ستا ناموس یې له ایرانی او پاکستانی ساتلی وه او کنه ستاسی خو دی ناموس خرسولوکی لمړی نمبر یې. او تاسو کوم تاریخ هم نلری دا جهاد صرف تاسو نده کړی هر مسلمان جهاد کړی او جهاد هغه ده چی خپل ناموس وساتی دا نه ده چی په ایرانی او پاکستانی وپلوری باید تاسو ته یاد اور شم په 1362 کال کښی په یو جبهه کی زمونز سره دی همدغه ناموس فروش اسماعیل سل کسان وه هغوی ته مو وویل چی باید دی نجیب دی عسکرو مقابل… نور لوستل »
اسماعیل مسعود سیاف خلیلی محقق دوستم داملی خاینان او دامریکا پاکستان روس هند ایران جاسو سان دی او دوی باید پوی شی چه تاریخ سوک نه شی محوه کولای اسماعیل خاین یو ه شپه سل تنه بادغیسان دمیرویس چه ددی خاین زوی وه په بدله ووزل مسعود سیاف خاین او خلیلی او محقق کابل وران او 60000 کابلیان ی ووزل ملک ی چور گرده هستی ددی ملک غلا که اوس دا وخت رارسیدلی دی چه باید حساب ورکی طالبانو ته دی اله قدرت ورکی چه دادشر او فساد عاملین ووزنی
په دې هيڅ شک نشته چې نجيب د زرګونو بې ګناه افغانانو ستر قاتل وو .
څوک يې چې دفاع کوي اصلاً په جرمونو کې قصداً ځان شريکوي ..
د روس غلامان بايد شرم او حيا وکړي او خپله شرميدلي مات ومني او خپلو ګړو ظلمونو څخه عبرت واخلي .
نجیب واقعا دیر خیانت کړی بی ګناه خلق یی وږلی او تر نن ورزی یی معلومات نشته که اسماعیل خان داسی کار نامی کړی وی لکه نجیب بیا به اسماعیل هم فه تا ریخ کی ذکر شی او خیانت به یی څرګند شی۰۰۰
هجرت هجران صاحب ! مار او لړم که چیچل کوی ، دغه چیچل یی فطرت دی ، ظلم دی وحشت دی مګر دغه یی فطرت دی حتی هغوی ته دغه وحشت او ظلم نه وحشت او نه ظلم معلومیږی تر دی کچی دا وحشت او دا ظلم خپل روا حق ګڼی چه کوم درنده حیوان او یا چیچونکی خزنده د ښکار وخت کی مقاومت کوی دوی یی سرغړونه ګڼی قهر او غصه یی لا زیاتیږی ، زما مطلب له دی خبرو دا وو چه کمونستانو ( چه په راست کی ترکی ، امین ، ببرک او نجیب قرار درلود )… نور لوستل »
ملی خاین اسماعیل خان دی چی ټول اولس یی تبا او برباد کی ډاکټر نجیب الله د اغغانستان ویاړ دی پر خپل وطن یی سر وکری خو اوس دا ظالمان د خپلی چوکی په خاطر داسی خبری کوی
نجیب لکه د روسانو یا امریکایانو د پلټنو سپی دی چه نوم یی ولیکل شی سمدلاسه ملحدین لکه د ګیدړانو په شان له سوړو راووځی بغاری پیل کړی ، بیا نو د نوری خبری نادیده نیسی بادارانو ( روسانو او امریکایانو ) ورته همدا دستور ورکړی وی چه د افغانستان دوه میلونو قاتلینو ( ترکی ، امین ، ببرک او نجیب ) ته کله د شهید کله د وطن پرست ، کله د خدمتګار او داسی نور ښکلی نومونه یادوی مونږ به درله کمیشن زیاتوو روسان او انګریزان یو کفار دی تاسی یی ګوری هماغه کمونستانو چه پرون مجاهدین شکنجه… نور لوستل »