نظــر

منفي پال افغانان / زاهد جلالي

مچ د انسان په ټول روغ بدن کې په زخم کېني او که څومره يې شړې، بيا هم په هماغه زخم کېني. افغانان په ځانګړې توګه او مسلمانان عموما همداسې دي. په هر څه کې منفي ټکى لټوي. که يو څوک خپل دوست ته يوه ډالۍ ورکړي، مخکې تر دې چې ښو ټکو ته يې ځير شي، منفي ټکى په کې لټوي او که همداسې له چا يو څه امانت هم اخلو، منفي ټکي پسې ګرځو. په علمي اړخ کې دغه عادت موږ ته ډېر ضرر رارسولى.

لږه موده مخکې مې د وحيد الدين خان او د هغه د همفکرانو ځينې ښې ځانګړنې ليکلې وې. ما ليکلي وو:

“د هندي مفکر “وحيد الدين خان” له ډلې سره ډېره موده وشوه چې پېژنم. ډېر تکړه خلک دي، ځينې ځانګړنې يې داسې دي چې په نورو کې نه ليدل کېږي. نن سبا د اخوان په شمول د ډېرو اسلامي حرکتونو ځوانان د خپل حرکت له فکره نه وي خبر، خو د وحيد الدين خان همفکران ښه روزل شوي او عادي کس يې هم په دې پوهېږي چې دا خبره زما له فکر سره اړخ نه لګوي، دا يې ستره ځانګړنه ده.

د وحيد الدين يو مشر زوى په عربي او انګلش ډېر ښه پوهېږي او ډېر ښه ليکل پرې کوي، په هند کې د نشنل ګزېټ مسؤول مدير دى او په نړۍ کې د ښه جورنالېست په نامه پېژندل شوى، لور يې هم مشهوره ليکواله ده او ډېر ديني کتابونه يې ليکلي، بل زوى يې ماشومانو ته کتابونه ليکي او په دې لاره کې يې ځينې جايزې هم اخيستي، که د اسلامي نړۍ ټول پلاران خپل اولادونه داسې وروزي، اسلامي نړۍ به ډېره پر مخ لاړه شي.

بله دا چې دغه خلک خپل فکر ته ډېر مخلص دي، زه يې اخلاص ته حيران يم.

بل مهم ټکى چې زما توجه يې جلبه کړې، د دوى اجتماعي برخورد دى. د وحيد الدين د ډلې خلک چې کله راته ټليفون وکړي، لومړى دا وايي چې که بوخت يې بل وخت غږېږو، يا که کور ته راځي، راته وايي چې کور کې خو به مشکل نه وي؟ ځاى مو شته؟ دې وخت کې خو به بوخت نه يې؟ او دې ته ورته مهمې پوښتې، که زه ورته ووايم چې مصروف يم، بې له دې چې خپه شي، راته وايي سمه ده، چې کله وزګار وې غږېږو.

تکړه خلک دي، بريالي دې وي!”

د دغه پرګرافونو له خپرولو سره د ملګرو د پيغامونو سيل روان شو، هر يوه ليکل چې وحيد الدين پسې خلک بد وايي، دى ګمراه دى، فکر يې خراب دى، مشکلات په کې دي، ځينو مشرانو خو ويل چې ځان ترې ساته چې تا هم خرابوي او داسې نور.

ما له ځان سره فکر کاوه چې ولې موږ د مج په څېر يو؟ ولې د هغه دومره ستر فکر او کار ته هېڅ ځيرنه نه کوو، يوازې يو څو ټکو ته متوجه يو؟ که داسې وي نو دا ټول بايد لرې شي، ځکه:

سيد جمال الدين ماسوني دى، سيد احمد خان غربپال، سيد قطب افراطي، استاد الفت د حکومت کس، مودودي اصحابو ته سپکاوى کړى، دوکتور عماره ږيره خريېلې، سليم العوا شيعه ګانو ته نږدې دى، قرضاوي ډېر نرم دى، سعيد نورسي صوفي و، رشيد رضا سلفي و، اصلاحي حدودو کې شک کړى و، مصطفى محمود عياش و، شيخ غزالي تېز و، سلجوقي آزاد خيال و، استاد نيازي په حکومت کې کار کړى و، مهاتير محمد د يهودو کس دى، فتح الله ګولن سم فکر نه لري، هر مفکر او اسلامي شخصيت کې دغسې يوه خو پيدا کوو او استفاده ترې نه کوو.

دا خو د اوسنوي مفکرينو او سترو شخصيتونو حال، که لږ مخکې لاړ شو، ابو حامد الغزالي صوفي وو، امام رازي خوراکي و، امام ابو حنيفه په حديثو نه پوهېده، ابو يوسف حکومتي قاضي و، ابن حنبل په فقهې نه پوهېده، ابن حزم ظاهري و، کندي د حاکم سړى و، فارابي سخت فلسفي و، او که همداسې مخکې لاړ شو، خبره معصومېنو ته رسېږي.

چې دا ټول مو لرې کړل، موږ بيا څوک لرو؟ کوم ستر شخصيت دى چې پرې ووياړو؟ هېڅ متفق عليه شخصيت به پيدا نه کړو!

موږ دغو ټولو کې يوه بهانه او خبره پيدا کړې او ځان مو د دوى له خيره محروم کړى. خلک نه د دوى په فکر باور لري او نه يې مني، بيا هم د دوى کتابونه لولي او آثارو پسې يې ګرځي. نن مستشرقين په اسلامي قانون او د اسلامي فکر د شخصيتونو داسې کتابونه لوستي چې کېداى شي زموږ يې نومونه هم نه وي زده، مګر دوى ځانونه خبروي او استفاده ترې کوي.

موږ د دې پر ځاى چې د دوى له فکره خبر وو او ټول کتابونه مو لوستي وو، بيا مو د غربي نړۍ فکر لوستى و، بلکې اوپټه کار کوو، د دوى په فکر او کار پسې مو تيږي راخيستي او رټو يې، افسوس زموږ په حال!

خو که زموږ د پخوانيو علماو ژوند کې ځيرنه وکړو، د هغوى کار زموږ په څېر نه و، هغوى د يوناني فيلسوفانو کتابونه ژباړل او ځانونه يې پرې پوهول او استفاده يې ترې کوله، مګر موږ د هغوى له فکرونو خبر نه شوو، بلکې خپل هم رټو.

د اروپا په تاريخ کې، کله چې منځنۍ پېړۍ ختمې شوي دي، د دوى توجه علم ته شوې ده، له همدې سره يې د اسلامي فکر کتابونه ژباړلي او په خپلو پوهنتونو کې يې تدريسوي، دوى علمي منهج غوره کړى مګر موږ د دې پر ځاى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وينا مطابق د نورو حکمت تر لاسه کړو، خپل شخصيتونه هم نه منو، په دو پسې مو هم راخيستې او په يوه نه يوه بهانه يې په شخصيت چليپا راکاږو.

اسلامي فکر پرته له شکه داسې شخصيتونه لري چې په نورو فکرونو او فلسفو کې نه ليدل کېږي، موږ که غواړو پرمختګ وکړو او متمدن واوسو، بايد د دغو سترو شخصيتونو فکر ته په درنښت قايل شو او آثار يې ولولو. د دې پر ځاى چې هر يوه رټو، هر يو وستايو. موږ بايد فکر بدل کړو، د دى پر ځاى چې منفي ټکو ته متوجه کېږو او ځان د خپلو مشرانو له پوهې محروموو، مثبت اړخ ته متوجه شو، په دې فکر شو چې کوم ښه نظريات لري چې وايې خلو او خپل تشه پرې ډکه کړو. په همدې هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x