fbpx

کرزی او تناقضات!

دادمحمد ناوک

حامد کرزی په وینا کې مهارت لري، دی پر دې ډېر ښه قادر دی چې څنګه ان ترخه خبره په خوږو لفظونو کې تر مقابل لوري ورسوي، د واکمنۍ پر وخت يې د تمثیل غښتلی رول اداکاوه، لیده به مو، چې د ولسي مرګ ـ ژوبلې په وخت به يې فاتحو کې ډېره مظلومه څېره نیولې وه، په ارګ کې به د کندهار او هلمند له ویر ځپلو سره په ژړا شو، خو پر دې سربېره يې پر ګڼو هغو مسایلو خوله پټه کړې وه، چې نن يې دی د خپل ملت په حق کې ناروا بولي او په زغرده د دغسې مسایلو غندنه هم کوي.

یو دوه ورځې وړاندې خوشال بابا فکري بهیر نوموړي ته غونډه ځانګړې کړې وه، عنوان يې « د افغان غمیزې ماهیت، اړخونه او لرلید» و، چې حامد کرزی به د دې غمیزې په اړه پکې خپل نظر، تجربې او معلومات شریکوي، دی هم ښه په خوندور انداز د زړه وغږېده او پخپلو خبرو کې يې یاده هم کړه چې دی نن د بیان ازادي لري او له بیانه يې هم ښکارېدله چې اوږې يې له امریکايي مشاورینو سپکې احساسولې، خو سره له دې هم د روهي ویبپاڼې د خبر له مخې دې غونډې ته هم د امریکا سفارت ورسره چنې وهلې وي، چې سړی ترې دا ثابتولی شي چې د کرزي له بیا بیا دې ټينګار سره چې دی ازاد دی لا هم د خپل بادار چې دی يې همکار بولي تر څار لاندې دی.

ښايي هغوی چې حامد کرزي ته د «ملي مشر» خطاب کوي پر دې خوابدي شي چې ولې مې يې امریکايي ملاتړي ور باداران بللي دي، خو دا ډول اعترافونه پخپله حامد کرزي کړي دي، چې په راتلونکو کرښو کې به درته واضح شي، د دې غونډې په وینا کې هم حامد کرزي څو ځایه پخپل ځان شاهدي وویله او دا يې ثابتوله چې دی له ډېره پخوا په پردو لاسونو کې اوښتی را اوښتی دی.

حامد کرزي د افغان غمیزې په اړه خبرې له تېره جهاده را پیل کړې، چې دی به له نورو جهادي مشرانو سره د صغت الله مجد دې د ګوند په استازیتوب د ای ایس ای تر دفترونو تللو او پاکستان کې به يې د افغان جهاد لپاره مرستې او مشورې را جذبولې، د روسانو پر وتلو وغږيد او له هغه وروسته يې د طالبانو د ملګرتیا او پر ضد د درېدلو کیسه وکړه.

نوموړي د طالبانو د یو مشر ملا محمد رباني په حواله وویل چې هغه ورته د طالبانو د تحریک له پیله اته میاشتې وروسته کویټې ته ورغی او د دوی په کور کې يې ورته وویل چې د طالبانو واک له ګوتو په وتو دی او ته يې باید پر وړاندې ودرېږي، دی وايي چې د پاکستان په کویټه کې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني واک پر ضد ودرېدم او ورسره مخالف شوم! کیسه يې پسې وغځوله او طالبان يې بشپړ د پاکستان په واک کې وبلل او په وينا يې ملا محمد عمر اخوند ته يې له پاکستانه لیکونه ولېږل چې باید له جګړې لاس واخلي او ځکه چې په مقابل کې يې هم د ده په وینا مجاهدین دي خو هغه نه ده ورسره منلې او د ده په وینا د دې لپاره چې د پاکستان له تسلطه افغانستان وژغوري د پاکستان په کویټه کې يې له خپل کوره امریکا ته منډې شروع کړې چې د افغانستان په ژغورنه کې ورسره مرسته وکړي.

پر پورته څرګندو تناقضاتو سربېره حامد کرزي په پوره مهارت داسې وښوده، چې امریکا دی نه دی راوستی؛ بلکې امریکا ده راوسته، چې په دواړه صورتونو کې د افغان ملي ارزښتونو سره لوی خیانت دی، خو دی پرې ویاړ کوي او په زغرده يې یادوي، ده خپلو اورېدونکو ته ور پاموله چې ده امریکا راوسته خو د روزګان په غرو کې د سې آي اې د عسکرو په غېږه کې ستړې ورځې يې يادې نه کړې، ويې نه ویل چې په بن کې په پرديو هېوادنو کې د فکري مسخه شويو افغان ډوله خلکو په رایو کې د ده رايې ډېرې وې که د عبدالستار سيرت! کرزي امریکا په لومړیو کې خپله همکاره بولي خو په وینا يې وروسته پر بله شوه، ده د وینا په اوږدو کې وویل چې امریکا د شورویانو له وتلو وروسته د پاکستان په ملګرتیا ځکه خپل منځي جګړې پیل کړې چې افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند پاتې نه شي دی وايي چې په هغه وخت کې زموږ تیارې پاکستان ته ور اوښتې خو مني چې د امریکا په موجودیت سربېره اوس د پاکستان تیارې افغانستان ته را اوړي. حامد کرزي د مجاهدینو خپل منځي شخړې هم د پاکستان او امریکا ګډه ډرامه وبلله او بیا د دې ډرامې د له منځه وړلو لپاره يې طالبان هم د پاکستان کسان معرفي کړل، خو پر دې سربېره دا هم مني چې د ده په موجودیت، د ده د زورو ملاتړي په موجودیت کې هم پاکستان زموږ پر خاوره بريدونه کوي.

حامد کرزي د امریکا بريد ته د مشروعیت لپاره دا دلایل سره را وشاربل چې طالبان بشپړ پاکستانیان و او له پاکستان څخه د خلاصون لپاره يې پر امریکا غږ وکړ، خو امریکا د خپل بريد لپاره افغانستان د دوی په اصطلاح د ترهګرو ځاله بلله، بريد يې وکړ او حامد کرزی يې د یو سیمبول په بڼه په ارګ کې وټومبه، امريکايي جنرال پي. بولجر پخپل کتاب «Why we lost?» کې ليکي چې دا زموږ په پلان کې وه چې زموږ تر واک لاندې د افغانستان مشر باید یو پښتون وي، چې له افغان کلتور سره بشپړ بلد او افغانان پرې یو ډول قناعت وکړي چې دا ځانګړنې په حامد کرزي لیدل کېدلې، خو حامد کرزی دا نه مني چې ګواکې دی امریکا راوستی دی، هغه د خپل واک په وروستیو کې هم د کویټ له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې دی له ببرک کارمل سره توپیر لري، ځکه چې ببرک کارمل د روسانو له لوري په زور راوستل شو او دی په اصطلاح د نړیوالې ټولنې په خوښه راغلی دی.

که څه هم په دې وینا کې حامد کرزي له خپل عادت سره سم د ازادۍ ډېرې لاپې وویشتې او څو ځایه يې حماسي پښتو شعرونه هم پکې وویل، خو ما يې په تندي کې د شرم کوم څرک احساس نه کړ، داسې لګیا و، لکه رښتیا چې دی اوس هم ازاد وي او واکمني يې هم په ازادۍ کې تېره شوې وي، خو د خپلې واکمنۍ تقریباً وروستی کال يې و، چې له کویټي ورځپاڼې سره په مرکه کې يې دا عتراف هم وکړ چې د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې يې دا واک نه درلود چې د مرسته کوونکو هېوادونو له استازیو وپوښتي چې ستاسې مرسته چېرته او څنګه مصرف شوه او ایا رښتیا هم دومره پیسې مصرف شوې لکه اعلان يې چې شوی؟ ده په دې وینا کې هم د خپلې غلامۍ چې دی يې بې وسي بولي اعتراف وکړ، دی مني چې د افغانستان ولسمشر دی و، خو دا هم مني چې دلته مېشت بهرنیان د ده تر امر لاندې نه و، ځکه خو دی ترې خپه و، چې هغوی پخپل سر عملیات کول، خلک يې وژل او ان لا په ده يې امرونه کول، حامد کرزي د خپلې دورې له غلامۍ لرې ښوودلو لپاره دا نمونه هم یاده کړه چې امنیتي تړون يې لاسلیک نه کړ. په داسې حال کې چې لوبه هم داسې تیاره شوې وه، ده ته ور سپارل شوی رول همداسې و، چې دی به له تړونه انکار کوي او په پای کې به د امریکایانو هغه پلان عملي کېږي چې د دوی لومړنی افغان هکمار په افغانستان کې اتل او ان « ملي مشر » معرفي کړي، چې د دې لپاره به سربېره پر دې چې دی د تړون له لاسلیکه په زغرده انکار کوي امریکا دا هوډ لري چې د ده تر ادارې به لسګونه ځله ضعیفه اداره رامنځته کوي چې افغان ولس پخپله پر ده شکر وباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د