
شلمه آنلاين فی البديهه مشاعره
ترتيب: مستور مجاهد
د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر (عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!
د معمول سره سم دادی مشاعره (د يو نامعلوم شاعر ) د نعت شريف په مطلع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې را پيل کړئ
خوشبو چې د هر ګل دې بويوم رسول الله
هر دم به مې اختر وي دا منم رسول الله
______________________
ښايسته ښکلې روضې ته چې درځم رسوالله
خوندونه وي خوندونه وي هر دم رسول الله
عاصم صميم
په مينه دې ژوندی او ستا په مينه باندې پايم
احسان د تقدير ځکه ښکلوم رسوالله
حبيب الله تراب
الاهي زما نصيب وکړې روضې ته د دلبر
چې کله تر زيارته به درځم رسول الله
سيد کامران
درځم ستا تر روضې او ستا حرم رسول الله
خوشحاله به مې زړه وي په زمزم رسول الله
محمد يونس فرقاني
که يو ځل ستا مزار ته رسېدم رسول الله
نو خاورې د روضې دې ښکلوم رسول الله
منيب فاتح
يادېږي راته ډېر ډېر په هيڅ وخت مې نه هېرېږي
دزړه پر سر مې ليک د زړه مرهم رسول الله
عبدالباقي مهاجر
د ستا له مخ پيدا شول واړه ځمکې اسمانونه
د ستا له مخ پيداشو ټول عالم رسول الله
عبدالله زرمتی
درځمه ستا کوڅې لره بې تا مې ژوندونه ګرن دی
ستا مينې لېونی کړم دم په دم رسول الله
عجب ګل همت
سنګار به کړمه ستا په ښايسته سنتو ځان خپل
زه ږدمه ستا پر هر قدم قدم رسول الله
رفيع الله خيالي
روضه به د جانان مې ښکلوم دا مې ارمان دی
آخ کله به درځمه ستا تر چم رسول الله
مسافر طالب
دا سوال مې رب ته کړی دی هغه به يې قبول کړي
زيارت ته به دې خامخا درځم رسول الله
مدثر همراز
هر وخت مې را ورېږي په زړګي دستا يادونه
يادوم دې پل پر پل په هر قدم رسول الله
عابد مقبل
همېش دې لکه شمعه د بلتون په اور ويلېږم
خندېږمه په دې خو چې لرم رسول الله
ثاقب افغان
له زړه نه به مې يو الله خبر وي چې څه حال وي
نظر چې دې مزار نه تاووم رسول الله
کامران خپلواک
ستا ښکلي وارثان يې بنديوان او شهيدان کړل
راغلي دښمنان زمونږ تر چم رسول الله
منصور افغان
سختيو باندې نه يم قبولوم يې په تلوار
که لاره کې ځولۍ راکړي الم رسول الله
جمال افغان
افغان يم مسلمان يم دا څلوېښت کاله جنګېږم
جهاد به تر قيامته رسوم رسول الله
ناياب غزنوي
چې کله دې نوم واخلم سرور کلکه غېږه راکړي
زخمي زخمي زړګي ته مې مرهم رسول الله
نيازی ستومان
د بدر، د احد،خندق ، احزاب تاريخ مې لوستی
نو ځکه همېشه سنګر ته ځم رسول الله
حقيقي
پر شونډو به يې ښکل کړمه په سترګو به يې کړم پورې
پر کومه خاوره ايښی چې قدم رسول الله
حضرت الله صديقي
د ټول انسانيت د خونديتوب لپاره راغلې
وژل او تېری ورک شو په يو دم رسول الله
عبدالمالک ستانيزی
لرمه په زړګي کې دا رامان ستا د روضې
چې ولی جاروکش ستا د حرم رسول الله
عزيزالله حسيني
قرآن کې رب ستايلی يې په خلقٍ عظيم
څه لوړه حوصله دې وه او زغم رسول الله
عبدالقدوس فاتح
له ډېره محبته ای نبي خيرالورا
صفات دې تل ليکمه په قلم رسول الله
عبدالحکيم عمر
الله رب العزت دې زما نصيب دا ستا حرم کړي
تل لپه په دعا سوالونه کړم رسول الله
الفت وفا
ژوندون راته نور ګران دی په عجم رسول الله
خاکروب مې کړه دا ستا د پاک حرم رسول الله
محمد نيازی
چې ستا د دين لپاره مې دا سر ټوټه ټوټه وای
لرمه په زړګي باندې دا غم رسول الله
جنتي ملنګ
جانانه چې دې نوم واورم زړګی مې راوژندی شي
درود وايمه پر تا په هغه دم رسول الله
غزنوي
د خيال په آينه کې دې همېش ديدار کومه
د ژوند پر هره لار دې مين يم رسول الله
مهربان مجاهد
د خيال کوترې ولاړې ستا له مدحې مرورې
نو درد غريب به څه درته ليکم رسول الله
درد هجر
چې زه وای مدينه وای او مسجد نبوي وای
آذان وای د بلال په ترنم رسول الله
حاجي ادريس غزنوي
دا هر څومره که لرې يم خو بيا هم ستا په فکر!
دا ستا پر جدايي ژړا کوم رسول الله
ميرزاخان زهير يار
ارمان چې ستا روضه مې پر بڼو جاروکولی
تر مرګه مدينې نه نه راتلم رسول الله
احمد مختار
الله ستا د علومو برابر صلات السلام
جواد لېږم پر خپل شاه صنم رسول الله
مطيع الله جواد
تر تانه دې قربان شي د دنيا ټول نازولي
چې ته به ځورېدلې زموږ په غم رسول الله
محمد عمر زرمتی
د وصل تر سهاره د هجران له تورتمونو
ګلاب ګلاب ديدن ته دې درځم رسول الله
عبدالنصر الکوزی