نړۍ

انټر پول د عراق له زندانونو دمجاهدينو په تښتيدو انديښمن دی

نړيوالو جنايې پوليسو انټر پول د چهارشنبې په ورځ د هغو په سلګونو بنديانو په اړه ويره څرګنده کړې چې پدې وروستيو کې د عراق له دوو زندانونو څخه د يوه بريد په ترڅ کې وتښتيدل.

انټر پول ويلي دي د ددې دوو زندانونو ماتيدل دنړيوال امن لپاره لوی ګواښ دی.

د رويټرز اژانس د خبر په استناد انټرپول په يوه بيانيه کې ويلي دي: زياتره تښتيدونکي بنديان د القاعده تنظيم ستر ستر غړي چې ځينې يې په اعدام هم محکوم شوي وو.

د نړيوالو پوليسو سازمان ويلي چې دوی دعراق په شمول دسيمې ټولو هيوادونو ته خبرداری ليږلی، عراقي امنيتي چارواکي د تښتيدونکو بنديانو د انځورونو او دهغوی دګوتو دنښو په راټولو بوخت دي چې وروسته به يې له نورو هيوادونو سره شريک کړي ترڅو په نړيواله کچه دهغوی په تعقيب کې اساني رامنځته شي.

د عراق او شام اسلامي دولت ددې همهغږو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې وه او ويلي وو چې ددوو استشهاديانو سره سره يې په دې بريد کې له ګڼ شمير توغنديو او دولس موټر بمونو څخه کار اخيستی وو چې په ترڅ کې يې ۱۲۰ د زندانونو ساتونکي عراقي پوليس او خاص ځواکونو ووژل شول، ياد همغږی بريدونه دتاجي او ابوغريب په زندانونو شوي وو ابو غريب زندان لس کاله وړاندې هغه وخت شهرت پيدا کړ کله چې داسې انځورونو خپاره شول چې په نوموړي زندان کې يې له بنديانو سره دامريکايانو په وحشيانه چلند دلالت کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x