ورزش

بارسلونا د والنسیا په وړاندې هم ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د بارسلونا لوبډلې چې د فوټبال په نړۍ کې یو له مشهورو او پیژندلو شوو لوبډلو څخه دی په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ماتې خوري.

تیره شپه د لالیګا جام سیالیو په لړ کې بارسلونا د والنسیا لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه چې په دې لوبه کې يي هم د ۲-۱ توپیر سره سخته ماتې وخوړه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې بارسلونا لوبډلې غوره لوبه پیل کړه خو د والنسیا د لوبډلې لوبغاړو په وړاندې بې وسه ثابت شول. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د والنسیا لوبډلې دوو ګولونو په وهلو بریالۍ شوه او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمايي د ۲-۰ په توپیر د والنسیا په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې په دوهمه نیمايي کې د بارسلونا لوبډلې هڅه کوله تر څو لږ تر لږه دغه لوبه مساوي کړي خو بیا هم بریالۍ نشوه. د لوبې په دوهمه نیمايي کې میسي وتوانید د بارسلونا لوبډلې لپاره ګول ترسره کړي.

لیونل میسي په تیرو پنځو لوبو کې د ګول په وهلو نه و بریالی شوی. نوموړی دغې لوبې کې یو ګول په وهلو سره خپل ۵۰۰ ګولونه بشپړ کړل. لیونل میسي تر دې دمه په ۶۳۰ سیالیو کې ګډون کړی او توانیدلی دغو سیالیو کې ۵۰۰ ګولونه ترسره کړي.

بارسلونا اوسمهال یوازې خپل تیرو لوبو کې غوره ځلیدو له امله د لالیګا جدول لومړی مقام خپل کړی. له ۲۰۰۳ زیږیدیز کال څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې بارسلونا د لالیګا په درې پرلپسې سیالیو کې ماتې خوري.

اوسمهال د لالیګا په جدول کې بارسلونا لومړی، اتلتیکو ماډرېډ دوهم او ریال ماډرېډ درییم مقام خپل کړی. د لالیګا سیالیو پای ته یوازې ۵ اونۍ پاتې او بارسلونا لوبو ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې دغه لوبډله به دا ځل وتوانیږي دغه جام خپل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x