ورزش

افغانستان کرکيټ بورډ ښايي یونس خان د روزونکي په توګه وټاکي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳۰مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکیټ بورډ په پام کې لري چې د پاکستان کرکیټ لوبډلې یو بل وتلی پښتون لوبغاړی یونس خان د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکي.

د افغانستان کرکیټ بورډ رییس نسیم دانش د پاکستان کرکيټ بورډ په هغه پریکړه چې له کبله یې انضمام الحق د مشر لوبغاړو ټاکونکي په توګه وټاکلو او د افغان لوبډلې له سر روزونکي له دندې یې استعفا ورکړه، ناخوښي ښودلې ده.

نسیم الله دانش د کرکيټ مشهورې وېبپاڼې کرېک بز سره په یوې تازه مرکه کې د انضمام الحق په استعفا ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دوی په دغه پریکړه ناخوښ دي.

هغه ویلي چې «انضمام الحق په خپل هېواد کې دیني کارونه کول او هېڅ د پاکستان کرکيټ بورډ سره په اړیکه کې نه و. پاکستان هېڅ له هغه سره د دندې په اړه خبره نه وه کړې، خو یو ځل چې انضمام الحق د افغان لوبډلې د وروستیو بریاو سره مشهور شو، نو پي سي بي د هغه د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره په فکر کې شو».

د کرکيټ بورډ رییس زیاته کړې چې دوی د یوه نوي روزونکي په لټه کې دي او د دې لپاره دوی اعلان کوي، خو لومړیتوب هندي روزونکي ته ورکوي.

د دانش په وینا چې دوی ستر کسان د خپلې لوبډلې د روزنې لپاره ګوري، څو افغان لوبډله مخ پر وړاندې بوځي او په دې اړه دوی سریداران سریرام او جي وردانی په نظر کې نیولي دي.

افغانستان کرکيټ بورډ همدا راز پښتون لوبغاړی یونس خان هم په پام کې نیولی دی. «یونس خان زموږ په ژبه غږیږي، او د هغه لپاره به ډير اسانه وي چې د لوبغاړو سره په خبرو پوه شي. که زموږ لومړیتوب [هندی روزونکی] ونشو، نو یونس خان سره به بیا خبره وکړو».

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکيټ بورډ د ملي کرکيټ روزونکي انضمام الحق استعفا رسما ومنله. نوموړی پاکستان کرکيټ بورډ د مشر ټاکونکي په توګه ګمارلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x