نړۍ

په سياسي بهير نه ورګډيږو – جبهة النصرة

د جبهة النصرة مشر شيخ ابو محمد الجولاني په سوريه کې په سياسي بهير او انتخاباتو کې دمجاهدينو د برخې اخيستلو موضوع په کلکه رد کړه، او زياته يې کړه چې موږ داسلام او شريعت دنفاذ لپاره مبارزه کوو، او هيڅکله به دنړيوالو د فشار په نتيجه کې په سياسي بهير ورګډ نشو.

جولاني د(قابل الايام خير من ماضيها) (راتلونکې ورځې له تيرو ښې دي) ترعنوان لاندې په خپل ثبت شوي پيغام کې ويلي موږ د مسلمانانو په حيث په ديموکراسی، سياسي مبارزې او پارلماني انتخاباتو باور نلرو بلکه زموږ باور په اسلامي عادل نظام ده چې دشوری لاندې کار کوي.

هغه زياته کړې د شريعت دنفاذ لپاره زموږ لاره جهاد في سبيل الله ده، شريعت انسان ته ازادي وربښي، اسلام هر انسان په ټوله زمکه کې له هغو قيوداتو او قوانينو نه په بشپړه توګه ازادوي چې بشر وضع کړي.

جولاني زياته کړه: د اسلام دښمنان وپوهيدل چې داسلام قوت له نوي سره په منظم کيدو دی نو ځکه امريکا او ورسره غرب په بيړه موږ دتروريستانو په ليست کې شامل کړو، پدې بانه چې موږ داسلامي شريعت تطبيق غواړو، خو ده وويل: چې دوی رښتيا وايې موږ داسلامي شريعت په تطبيق له اسلام او دمسلمانانو د ځانونو او مالونو نه په دفاع مکلف ياستو.

موږ پدې وياړو او دتورو ليستونو پروا نکوو.

جولاني د شام په اړه د نړيوال سياست څخه ويره څرګنده کړه او ويې ويل: چې نړيوال قوتونه په ساحه کې د قوتونو د متوازن ساتلو هڅه کوي او بيا وروسته پرې له مختلفو لارو فشار راوړي ترڅو په سياسي لوبه کې ګډ سره کښيني، او پدې توګه به يو طاغوت په بل طاغوت بدل کاندي.

خدای مکړه داسې نه چې شام دنړيوالو لوبغاړو داسې لوبې ته ورټيل وهل شي چې زموږ دجهاد ثمرات وتروړي، زموږ دشهيدانو ويني ضائع شي او زموږ ټولې قربانی چټي ولاړې شي.

هغه ټول اسلامي جهادي ګوندونه چې په سيمه کې د اسلامي شريعت د نفاذ لپاره هڅه کوي ديته راوغوښتل چې راځئ دا عهد وکړو چې دخپل جهادي محور ساتنه وکړو، چې دشريعت له جادې بلې خواته منحرف نشو، خپله زمکه دشرق او غرب له غلامئ خلاصوو او خپلې ټولې هڅې به خپل هدف ته درسيدلو لپاره ګړندی کړو چې هغه دشام په مبارکه زمکه داسلامي شريعت قيام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x