شعـــــرونه

غزل: مولوی نیک محمد ادیب

مولوی نیک محمد ادیب
`
کردارته نه ګوري همداشانتې ړانده پسې ځي
دلته کې دا خلګ د ذات پر ځای نامه پسې ځي
`
باور مې نشي چې به دا شپونکی رمه وه څري
کوتک یې نشته دی خالي لاس په رمه پسې ځي
`
ماته یې مه ستایه زه ښه ورباندې ښه پوهیږم
دعشق انداز دی د رقیب په سرمایه پسې ځي
`
وخت به دوخت نه داتپوس داسې ضرورکوي چې
ظلم چا کړی دی او څوک په بیګانه پسې ځي
`
ادیبه داهم حقیقت دی سترګې مه پټوه
چه اوسنی نظام دغرب په دوستانه پسې ځي
.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x