ټولنیزه برخه

راځئ له خره يې زده کړو

ژباړه: احمدالله احمدزی

و نه و، يو وخت و، د خدای کړه و، د بنده ورته  کاته و، يو خر په کوهي کې پرېوت او هلته هينګېده، د خره څښتن د کوهي ترڅنګ ولاړ و او د خره راويستو په اړه يې فکر کاو. د ژغورلو ټولې لارې چارې يې بې کاره ښکاره شوې، نهيلی شو، نو ځان ته يې ډاډ وروکړ، چې خر خو هسې هم زوړ شوی و، زما د کار او بار هم نه دی، بس راځه، همداسې يې خوشې کړه، خر به مړ شي او خلک خو به هسې هم يوه ورځ دغه کوهي په خاورو پټوي، نو له همدې امله د خره ژغورل هم کومه ګټه نه لري.

دغه وخت کې يې خپلو ګاونډويانو ته غږ کړ، چې په ګډه دغه کوهی ډک کړي، د ټولو په لاسو کې يوه يوه بېچه وه، هر يو هڅه کوله، چې تر خپل توانه په دغه کوهي کې خاوره، شګه او هره بلا ورواچوي. په خره دا حالت ډېر سخت تمام شو، نور يې هم هونګارې زياتې کړې، له څه وخت وروسته د خره غږ ورک شو.

بزرګر، چې کوهي ته ورښکته کړ، نو ګوري، چې خر رک روغ په کوهي کې ولاړ دی او دوی، چې کومه خاوره په خره ورغورځوي، خر هغه له خپل بدنه ټک وهي، خاوره په ځمکه وغورځي او خر پرې ودريږي. دغه لړۍ تر ډېره روانه وه، بزګر د خپلو ګاونډيانو په مرسته کوهي ته خاوره اچوي، خر دغه خاوره له ځان ټک وهي، هغه لاندې پرېوځي او دی پرې ودريږي، چې بالاخره کوهی ډک شو او خر ترې د باندې روغ جوړ راووت. بزګر او د هغه ګاونډيانو، چې دا حالت وليد هک پک حيران پاتې شول، د دوی حيرانتيا هم په خپل ځای سمه وه، چې له داسې يوې پايلې سره مخ شول، چې دوی يې تمه هم نه شوای کولای. خره همت ونه بايله، د خاورو لاندې نه شو، بلکې دغه خاورې او شګې يې له خپل ځانه ټک وهلې، هغه پر ځمکه پرېوتې او دی پرې ورو ورو د ځکمې سرته راپورته شو.

په ژوند کې له موږ تاسې سره هم داسې کار کېدای شي، چې خلک دې پر موږ خاورې خځلې راواچوي، زموږ پر خلاف دې سپکې سپورې ووايي، زموږ د شخصيت وژنه دې وکړي، مګر د دې تورونو او سپکاوي پر وړاندې بايد مات نه شو، داسې ونه کړو، چې خپل شخصيت د دغو خاورو او تورونو لاندې ووژنو، بلکې موږ تاسې بايد د هغه خره غوندې خپله اوږه وښورو، ګندګي لاندې وغورځوو او موږ پرې خپل ځان په ټولنه کې راپورته کړو.ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x