د افغانستان نیمايي نفوس به انټرنټ ته لاس رسی ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): په واشنګټن کې د ټکنالوژي او مخابراتو وزارت مقاماتو ویلي چې تر راتلوونکو پنځو کلونو پورې به تقریبا ۱۵ میلیونه افغانان د انټرنټ خدمتونو ته لاس رسی ولري.

دغو مقاماتو ویلي چې که څه هم اوسنۍ امنیتي حالت د ټکنالوژي او مخابراتو برخو د پرمختګ پر وړاندې ستره ننګونه ده خو بیا هم دغه خدمتونه پرمختګ کړی او پر مخ روان دي.

 په دې وروستیو کې انټرنټ ته لاس رسی د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي او ټولې نړۍ ته د انټرنیټ رسولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

افغانستان کې د انټرنټ د معرفي کیدو ډیر وخت نه کیږي خو د انټرنټ د خدمتونو لوړې بيې یو له هغو لاملونو څخه دي چې ډیری افغانان له دغو خدمتونو څخه ګټه نه پورته کوي.

د ځینو شمیرو له مخې د ۲۰۱۵ کال په نیمايي کې د افغانستان یوازې دوه میلیونه نفوس انټرنټ ته لاس رسی درلود چې دا د موبایل د کاروونکو د شمیر یوازې ۸٪ تشکیلوي. دا په دې معنی دی چې ۹۲٪ د موبایل کاروونکي د ځینو لاملونو له امله انټرنټ ته لاس رسی نه لري.

هڅې روانې دي چې په افغانستان کې هم د انټرنټ ثابت خدمتونه وړاندې شي خو اوسمهال د انټرنټ کارولو یوازینۍ لاره چې نسبت نورو ته ارزانه او اسانه ده هغه د موبایل کمپنیو له لارې د 3G کارول ده.

د هیواد امنیتي او سیاسي حالت د ټکنالوژي او مخابراتو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده خو بیا هم په دغه برخه کې ځینې پرمختګونه شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د