شعـــــرونه

راشی اوګورو چي ننګ پلوري داڅوک دی

راشی اوګورو چي ننګ پلوري داڅوک دی

دنيکوګټلی جنګ پلوري داڅوک دی

چې پرې بېلي شوي ياغي هسکي ککري

هغه توره هغه ښرنګ پلوري داڅوک دي

معريکه دسره ښکيلاک دتاريخ وياړ وه

چي داوياړ مو په نيرنګ پلوري داڅوک دي

چې پري ماتي ئي دسره ښامار کړې داړي

دپښتون بابا کولنګ پلوري داڅوک دی

ناهيده اوملالۍ چي ترې قربان شوي

هاارمان چي په پرنګ پلوري داڅوک دی

دملکو په باداری چي وو (ستومانه )

دهغو ځلمو غورځنګ پلوري داڅوک دي

(م ستومان مسافر)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x