نظــر

هغسی پارلمان، دغسی وزیران

afg parlimentشک نسته چی و پارلمان ته نور هیڅ هم ندی پاتی په کراتو هر وزیر په خپل وار او هری رسنۍ په خپل نوبت ډیر توهین کړیدی د کورنیو چارو وزیر هم کله چی د ملی شورا د بی باورۍ سره مخ سو په غبرګون کی یی خبریالانو ته وویل (د پارلمان په لسهاوو غړی د مخدره توکو قاچاقبران دی او زما سره یی کافی اسناد سته او په لسهاوو غړی یی د ځمکو غاصبین دی چی ډیر ژر به یی لست خپور کړم او ځنی یی پاکستانی جاسوسان دی ).

شاید وزیر حقیقت ویلی وی اما داسی خو نده چی ټول غړی د پارلمان دی قاچاقبران او غاصبین وی ، دا ډول ناڅرګنده تورونه په حقیقت کی ټول پارلمان ته متوجه کیږی، وچ او لانده یو ځای سوځی. جناب وزیر دا ونه ویل چی په حکومت کی هم قاچاقبران او غاصبین سته که څنګه، وزیر صاحب دی ډیر نه په غُصه کیږی د ولس لپاره د ده څرګندونی کومی نوی خبره ندی ولس او نړیوال کلونه وړاندی په دی خبرو پوهیږی اما حقیقت دادۍ چی حکومت هم د قاچاقبرانو او غاصبینو څخه خلاص ندۍ، په ندرت به داسی څوک پیدا سی چی نه قاچاقبر وی او نه غاصیب اما وکیل یا وزیر دی وی او که داسی څوک وزیر یا وکیل هم سی چی نه قاچاقبر او نه غاصب وی هغه بیا د فساد په موخه د قاچاقبرانو او غاصبانو حاکمیت ته سر ټیټ کړۍ وی. محترم وزیره ! ته د همدغو قاچاقبرانو او غاصبانو په رایه وزیر سوی دوی خوښ کړی،ته خیال کوی چی د ملی او وطن دوسته عناصرو په رایه وزیر سوی یی؟ ته هم د دغه رژیم یوه پرزه یی ، هغه وخت دی د دوی هریوه ته د احترام سر ټیټاوه اوس چی ځنی حقایق طرح سول او د پولیسو نا توانی په ګوته سوه او ستا منافع په خطر کی ولویدی نو دی د قاچاق او غصب ږغ پورته کړ ، ایا په دغه ورځ چی ته سلب د اعتماد سوی د شورا غړی قاچاقبران او غاصبین سول او که پخوا هم وه ؟ که پخوا هم وه ولی دی تراوسه ږغ نه پورته کاوه؟ ته باید د انتقاد زغم ولری، ته باید واقع بین اوسی او هغه نیمګړتیاوی ومنی چی په پولیسو کی شتون لری. اوس ستا څخه هیله داده چی لوی کارونه او لوی خبری لویانو ته پریږده حقایقو ته ځیر سه لیری پریږده نیژدی د کابل د ولسوالیو په قومندانانو ځان خبر کړه که احیانا ایوب سالنګی موقع نه درکوی، لکه نن رسنیو ته کښینه حقایق څرګند کړه او ووایه چی د کابل پولیسو په ناخوالو کی شریک نه یی ترڅو ولس مسول څوک وپیژنی.

د فساد خبری ډیری سویدی بیا یادونه یی عادی ښکاری، نه نړیوال د مفسیدینو د ملاتړه لاس اخلی نه هغوی غوږ ګروی څه وخت به افغان مظلوم ولس د فساد د خونینو منګولو څخه ژغورل کیږی. هیڅ کله به تاریخ هیر نکړی چی غربیانو کوم افراد او کړۍ د خپلو ټولو سوابقو سره سره د توپ او طیاری په زور پرمظلوم ولس حاکم کړیدی. ایا د اتیایمی لسیزی مظالم او ستم پر ولس کم وه؟ څه وخت به یتیمان، کونډی او هیواد د غاصبینو ، مفسدینو ، قانون ماتونکو او جنایتکارانو څخه نجات مومی. ناغیړۍ بی شماره دی خو د کورنیو چارو د محترم وزیر پام د فساد یوه کوچنۍ اما عینی برخی ته را اړوم . د دولت ټوله څانګی په فساد کی ښکیل دی اما دلته یوازی د پولیسانو یوی کوچنۍ برخی ته اشاره کیږی پولیسو په ټوله هیواد کی د رسمی غلو موقف خپل کړیدۍ ، دوی ټولنی ته ذ دوسره خنجر حیثیت لری له یوی خوا اکثرا د ولس د شتمنیو غله دی له بلی خوا د دولت هغه هستی چی د نړیوال فقر له لاری لاس ته راځی غلا کوی. د کابل ولایت د هیواد پلازمینه ده. د کابل په ولایت کی جهادی څیره ایوب سالنګي د پولیسو قوماندان دی. دی ښاغلی داسی امنیه قومندانان په ولسوالیو کی او امرین د حوزو ګُمارلی دی چی د ده د شخصی باور وړ کسان دی،په یاد سوی بستو کی داسی څوک نسی مقرریدلای چی له ده سره تنظیمی تړاو ونلری او د راتلونکو احتمالی جګړو پر وخت د دوی د ډلی واک پر کابل ونه ساتی. د ځنی عینی فسادونو یادونه کوم .

لمړی: د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کی د پولیسو قومندانی د اتو څخه تر لسو رنجر موټران لری دا رنجران ټوله په خپلو قرارګاهو کی سټاپ دی حتی د تیلو د غلا لپاره ګزمی هم نه کوی خو د دی هر موټر لپاره که په ملکی سطح دولتی معیار محاسبه سی په میاشت کی ( ۲۰۰) لیټره تیل حواله دی چی د لسو موټرو د میاشتی (۲۰۰۰) لیتره تیل کیږی دا ټوله قومندان خرڅوی . دا کوم پټ کار ندی د داسی غلاوو خبرونه تر ملی امنیت پوری رسیدلی دی خو څوک غوږ هم نه په ګروی .

دوهم: د کابل اکثر ولسوالیو کی پولیس برق نلری له همدی کبله پیاوړی جنراتورونه ورکول سویدی د دی جنراتورو لپاره د هری ولسوالی قومندانۍ ته د میاشتی په سلهاوو لیتره تیل ورکول کیږی داسی ولسوالۍ سته چی اصلا یی په کلونو یو جنراتور هم ندی چالانه کړی او برق د نورو روا او ناروا لارو تامینوی ، قومندانان د میاشتی په سلهاوو لیتره تیل له دی ناحیی څخه غلا کوی.د دی ترڅنګ قومندانان دولتی ځمکی خرڅوی جناب سالنګی هم خبر وی حتی ګنګوسی یی امنیت ملی ته ورځی خو ډیره مهمه نه ګڼلی کیږی.

دریم: د ولسوالیو داسی قومندانان هم سته چی حیواناتو ته تر انسانانو ترجیح ورکوی یعنی د خپل سرباز لوږه زغملای سی خو خپل د جنګی سپی لوږه نسی زغملای په دی معنی چی د یوی ولسوالۍ قومندان جنګی سپیان لری د هغو د ساتنی په موخه یی یو مزدور ګمارلی دی چی د میاشتی دری سوه ډالره تنخوا ورکوی. دا ښاغلی د سربازانو د اعاشی تر نیمه ډیره برخه خپل سپیانو ته په رینجر موټر کی وړی . سربازان کله کله که د میوی رنګ وینی او ګاهی هم څه هډوکی د غوښو په نامه ترلاسه کوی کله کله چی د هګیو سپین رنګ ووینی نو ټول خوشحاله وی وای نن هګۍ خورو.په داسی حال کی چی دا ټوله روزمره او هره هفته و سربازانو ته رسما اکمالیږی . خو د قومندان سپیان د یوه کنډک اعاشی ته ضرورت لری چاره څه ده هغه هم حیوانات دی خپل حیوانی حقوق لری له یوه اړخه د جنګی سپیانو درلودل او د هغوی جنګول د حکومتی قومندانانو په منځ کی یو ویاړ او د برتری نښه ده او په کلی کور کی د زور آورۍ نمونه ده له بله اړخه د سپیانو اعاشه کول د دولتی امکاناتو به غیر ممکنه هم نده. نو ځکه جګپوړی چارواکی هم د ولسوالی د قومندان صاحب اړتیا پرځای او په حقه بولی.

کله کله هم څو ډګروالان د ولایت د قوماندانۍ څخه د هیت او تفتش په نومونو ولسوالیو ته ورسی هلته یی قومندان ښه هرکلی وکړی په ښه ډوډۍ او میوو یی ونازوی د ستنیدو پر وخت د ښه خوراکی توکو بستی ورکړل سی او په رنجر کی تر کوره ورسول سی هیت خوشحاله ښه ګزارش لیکی او که احیانا واقعیت هم لیکی ایوب خان سالنګی غوږ نه پر نیسی ځکه له یوه طرفه د حساب له مخی روزمره د هریوه قومندان د عایداتو خبر دۍ له بله اړخه ټول یی انډیوالان او باوریان دی. سربازان مجبور دی وضع تحمُل کړی له دی کبله چی په ولسوالیو کی د ځوانانو بیکاری ډیره زیاته ده او د پولیسو په لیکو کی لس زره افغانۍ معاش ورکوی نو که اعاشه ورهم نکړی هغوی مجبور دی پولسو ته داخلیږی او هیله مند وی چی تفنګ واخلی د نورو لارو اعاشه ترلاسه کړی. یقینا د روژی په مبارکه میاشت د سربازانو شونډی وچی او چاودلی ټوله ورځ روژه خو د روژه مات غذا یی د قومندان صاحب سپیان خوری. دا هغه واقعیتونه دی چی څیړنی ته اړتیا نلری. ټول مقامات هغه وینی او اوری ما صرف د هیواد والو د خبرتیا او وزیر د پام اړولو لپاره ذکر وکړ. دا د پایتخت د پولیسو کړنی دی اوس تاسو فکر وکړۍ په ولایتونو کی به څه حال وی او دا ملی امنیتی ځواکونه به څه ډول جوړ سی.

ارمان دادۍ چی د یوه هیواد چی حکومت دغسی وی او پارلمان هغسی وی نو د ولس برخلیک به یی څه وی. ددی مظلوم ولس نظام به کله د عدالت او ښه حکومتولۍ پر ستونو دریږی؟.

زما په آند د ( اوښتون) څپی دومره زوروری دی چی د افغان دولت ماغزه یی ګډوډ کړیدی او هره څانګه یی بله څانګه د هیواد په ناخوالو تورنوی چی په دی ډول رژیم په مجموع کی خپل مسولیت او نیمګړتیاوی پخپله په ډاګه کوی. د ورځو په تیریدو داسی امکانات بعید ندی چی د دولت جګپوړی چارواکی به یو پربل د نه منلو تورونه ولګوی او اسناد به اریه کړی او د رژیم واقعی څیره به نوره هم بربنډه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x