نظــر

طالبانو ته د پاکستان اخطار په څه معنی ؟

ليکنه ـ بدر منهاج

پاکستان د ډرامو په جوړولو کې زيات مهارت لري ، تل د خپلو سياسي ، نظامي او اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو لپاره ډرامې په لاره اچوي. آن د امريکا او لويديځ په څېر شيطانانو ته هم فريب ورکوي ، خو اشرف غني چې ټول وخت يې په امريکا کې تير کړی او ځانته متفکر وايي او حنيف اتمر چې د انګليسانو د استخباراتو په کاسه کې يې څټلي داسې فکر کوي چې پاکستان ته به فريب ورکړي او د طالبانو په ضد به ترې کار واخلي.

خو داسې معلوميږي چې اشرف غني او اتمر لوبه بايللې ، پاکستان چې د سولې او مذاکراتو په نامه له څلور اړخيزې ډرامې د څه په تمه ؤ هغه يې تقريباً تر لاسه کړي :

•    له امريکا نه يې  اف شپاړلس الوتکې تر لاسه کړې.

•    د حافظ سعيد خان تر مشرۍ لاندې خپل مخالف جنګيالي يې د داعش په نامه د افغانستان په دننه کې پياده کړل.

•    په سرحداتو کې يې خندقونه وباسل.

•    د افغانستان د قلمرو ډيرې سرحدي سيمې يې لاندې کړې.

•    امنيتي ژمنې يې تر لاسه کړې.

•    اقتصادي امتيازات يې تر ګوتو کړل او د افغاني تجارانو بيړه يې غرقه کړه.

•    د ډيورنډ کرښې په اړه يې بحثونه وکړل.

•    د خپلې خوښې کسان يې په مهمو امنيتي ارګانونو کې راوستل.

•    د کابل  ادارې جنرالان يې په خپلو اکاډميو کې په راتلونکي کې د جاسوسۍ لپآره وروزل.

•    مهاجرينو ته يې د اقامت کارتونو له تجديد څخه ځان وساته .

سره له دې چې ډيرو هغه افغانانو چې له زړه نه يې په هيواد کې سوله غوښته ، اشرف غني او حنيف اتمر ته ټينګار وکړ چې په هيواد کې د سولې لپاره د پاکستان پر ځای مستقيماً يا د خپلو بهرنيو ملګرو په توسط چې طالبان يې د جګړې اصلي فريق بولي مراجعه وکړي خو قصداً اشرف غني او حنيف اتمر او امنيتي ټيم يې ځان نه پوه کاوه ځکه د دوی هدف له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د ستونزې حل نه ؤ  ، بلکه دوی د سولې په نامه غوښتل ځينې تبليغاتي او استخباراتي لاسته راوړنې ولري. د جګړې اصلي اړخ پاکستان وښيي ، طالبان داسې وښيي چې ګواکې د پاکستان په ولکه کې دي ، خپل استقلال نلري او په دې ډول د طالبانو تشخص د هيواد ، سيمې او نړۍ په کچه داغدار کړي او د طالبانو په ليکو کې د بې باورۍ او اختلاف فضاء ته لمن ووهي.

دوی د څلور اړخيزو منډو ترړو پر مهال د طالبانو اوږده چوپتيا خپله بريا ګڼله ، خو وروسته جوته شوه چې دغه چوپتيا د طالبانو يو تکتيکي سياسي عمل ؤ ، هم يې په دغه موده کې خپل ځان خوندي کړ او هم يې په يوه حساسه زماني مقطع کې د يوې ترديدي اعلاميې په خپرولو د څلور اړخيزې ډرامې په څلورو واړو لوبغاړو داسې سياسي ګذار وکړ چې ګرد سياسي مفکرين يې هک پک کړل او ابتکار يې په خپل لاس کې واخيست.

طالبانو ته د پاکستان اوسنی اخطار چې نن رسنيو نشر کړ ، دا که عملي هم شي طالبانو ته زيان نشي رسولای ، ځکه طالبانو لا دمخه داسې يو حالت ته چمتو والی نيولی ، او که چمتووالی يې نه لرلای نو په ډيره زړورتيا به يې عمري عمليات چې د هيواد دولس ولايتونه يې په خپلو طوفاني څپو کې راګير کړي او د ګډ حکومت په لښکرو قيامت جوړ دی نه اعلانول.

دا اخطار به لا د طالبانو مورال پياوړی کړي ، د طالبانو د افرادي قوت اعتماد به لا په خپل قيادت زيات شي. په تيرو پنځلسو کلونو کې کوم منفي تبليغات چې د طالبانو په اړه شوي او طالبان يې د بل چا خلک ښودل هغه به ټول لا بې معنی ثابت کړي.

او دا هم د يادونې وړ ده چې د طالبانو قيادت او افرادي قوت له مرګونو ، اسارتونو او تکليفونو سره بلد ده ، له دې دمخه يې هم سخت امتحانونه تير کړي او داسې اخطارونه به يې لا عزم پياوړی کړي او کومه سستي به پکې رانه ولي.

اشرف غني او حنيف اتمر چې د طالبانو په ضد د پاکستان د راپارولو او استعمالولو د طرحې اصلي طراحان دي يوازې يوه لار لري او هغه دا چې په هيواد کې د واقعي سولې لپاره واقعيتونو ته تسليم شي، سوله او امن له هغه چا وغواړي څوک چې يې ورکولای شي او هغه په خپله طالبان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x