د نوري المالکي حکومت د تښتیدلو بندیانو د کورنۍ ښځې نیسي
عراقي سرچینو ویلي چې د نوري المالکي حکومت د هغو بندیانو د کورنیو د ښځو په نیولو لاس پوری کړی چې تیره اونۍ د یو برید په نتیجه کې له زندان نه وتښتیدل.
ویل شوي چې د بندیانو ښځې په دې خاطر نیول کیږي چې بندیان اړ باسي بیرته خپل ځانونه تسلیم کړي.
د ټولنیزۍ رسنۍ په یوه ګورتپاڼه فیسبوک کې د “فلوجې پاڅوانوالو ټولنې” پاڼې لیکلي: “د نوري المالکي حکومت د هغو بندیانو د خویندو او میندو د نیولو امر کړی چې د تاجي او ابوغریب له زندان نه په تیښته بریالي شوي، تر څو په تښتیدلو بندیانو روحي فشار راوړي او دې ته ئې مجبور کړي چې خپل ځانونه د اعدام لپاره بیرته وسپاري”.
تیره اونۍ په عراق کې د مقاومت جنګیالیو د ابوغریب په بدنام زندان او همدا رنګه د تاجي په زندان برید وکړ او د سلګونو بندیانو په آزادولو بریالي شول.