نظــر

یو ښوونکی ولي او په څه حال د جنرال رازق تر ظلم لاندي دی؟

خالد هادي

اته ویشت کلن احمدشاه د تخته پل ولسوالۍ دمیل دکلي اوسیدونکی دی د دولسم تر فراغت وروسته ئې د کندهار عالي دارالمعالمین لوستی دی.

دوه ماشومان، یوه ځوانه میرمن، مور ،پلار اودرې کوچنی ورونه او خویندی ئې دبې وسی څخه ویني ژاړي.

احمدشاه په انگریزي او کمپیوتر ښه پوهیدی ، نوموړي د یوی موسسې په مرسته د سپین بولدک ولسوالي کي د ملي او سرحدی پولیسو ته دسواد اموزی په برخه کي کار پیل کړ، هغوی ته ئې تر دیرش زیات ټولګي دایر کړي وه ، د پولیس په منځ کي داوسیدوسره سم دهغوي په لیکو کي دشته فساد ، نشو او ظلم ئې وجدان ورنا ارامه کړی وو

کله چي نوموړی کابل ته ولاړی نو په یو رسمي مجلس کي ئې دکندهار دپولیسو په لیکو کي د روان فساد لکه سلگونو خیالی پولیس ، هغوي ته په پاکستانی کلدارو شخصي معاشات ، د توپنگچو او اسلحو په دره یي بدلول ،دسلاح خرڅول دتادین او رازق لخوا دخلکو شکنجه کول آو ….. بیان کړي وه .

کله چي بیرته کندهار ته ستون سو نو رازق په رسمي یونیفورم پولیسو ونیوی!

تر یوه کاله ئې پته نه وه چي وژلی ئې دی که ژوندی دی خو له کله چي درازق دانډیوالانو لخوا ئې څرک افشا سو، دادی دری کاله کیږی د رازق د ورور تادین په شخصي محبس کي په یوزیرخانه کي پروت دی او دوستانو ته ئې د ملاقات حق هم نه ورکول کیږي!

پلارته ئې رازق اخطار ورکری ،چي که ئې دزوی په هکله عریضه وکړه یا رسمي ادارو ته ولاړ ،نو هم به احمدشاه او هم به ئې پلار ووژل سي

په دا دری کاله ئې نه جرم معلوم سو نه څارنوالي نه محکمه نه حقوق بشر یابل کوم اورگان ترې خبر دي . اوس ئې خپله رازق هم مني چي دده سره بندي دی خو …………

په دې وروستیو کي چي چا په دیر تکلیف ورسره لیدلي وه وائې چي په یو لندبل زیرخانه کي چي نه د دولت په کوم اورګان پوري تړلې ده اونه هم دولتي ملکیت دی بلکې د څو لنډغرو شخصي کورکي اچول سوی دی له دیرو وهلو ، لوږو او بدخابیو ئې اعصاب خراب سوي او عصبي مریضي ورته پیدا سوې ده .

په دې هیله چي مدني ټولني ،قضايي او بشري ارگانونه ، خصوصا د کندهار محترم والي ددې ستر ظلم او ناروا په وړاندي ږغ پورته کړي . پر احمدشاه او دهغه پر کورنۍ ،میرمن او وړو ماشومانو زړه وسوځي اودا موضوع پسي تعقیب کړي .تر څو ځوان او لوستي احمدشاه ورورسته له دری کاله وحشته بیرته خپلي کورنۍ ته روغ ور وسپارل سي .

دانسانیت پرپارئې له ملګروسره شیر کړی ترڅو دا ځناور ئې ژوندته ضرر ورونه رسوي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x