pul-e-charkhi

د پلچرخي زندان څخه پنځه ایرانیان خوشې شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پلچرخي له زندان څخه پنځه ایرانيان چې د نشيي توکو د قاچاق په جرم بندیان وو، نن خوشې شول.

د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنځو تنو ایراني نقدي جریمه چې یې لا هم دولت ته نه وه تسلیم کړې، او له همدې کبله یې د نقدي جزا بند په زندان کې تېرولو، د ولسمشر د یوه فرمان پر اساس معاف او له بند څخه خوشې شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ایرانیان د نشيي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او د حبس موده یې څه وخت وړاندې پوره شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې محکمې دغه تورن کسانو باندې ۱۶-۱۶ کاله تنفیذي بند او ټول په شاوخوا یو میلیون افغانۍ نقدي جریمه محکوم شوي وو.

د سرچېنې په وینا د دغه مرکز د تدقیق، څېړنې او لابرتوار مدیریت پنځه تنه چې تنفیذي بند یې پوره شوی و او نقدي جریمه یې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې بخښل شوې وه، نن یکشنبه رسما په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شول.

ویل کیږي چې تر دې وړاندې د یوګانډا ۳ اتباع چې د نشيي توکو په یوې قضیه کې یې تنفیذي بند په پلچرخي کې پوره شوی و، هم يې نقدي جریمه د ولسمشر لخوا بخښل شوې وه او دوی خوشې شوي وو.

اوسمهال په پلچرخي کې زرګونه بندیان پراته دي او د یو شمېر سرچېنو له قوله د ډیری بندیانو د بند مودې پوره شوي هم دي خو سربېره پر دې له زندان څخه نه خوشې کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د