وکیلان: د کندز ښار دروازې لا هم د طالبانو په لاس کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د کندز ولایتي شورا وايي چې لا هم د کندز څلور دروازې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې له دغو دروازو څخه طالبان شاتګ ته اړ کړي.

د کندز ولایتي شورا مرستیال توریال کاکړ پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د کندز امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ګواښ یې کړی چې که جدي پاملرنه ونشي، نو وضعیت به تر دې هم بدتر شي او کندز به له جدي ستونزو سره به مخامخ شي.

د ولایتي شورا یو بل وکیل امرالدین ولي بیا ویلي چې کندز ته ورتلوونکي د کابل، تخار او شیرخان بندر ټولې لارې تړل شوي دي.

هغه ویلي چې «په دغه لارو مخالفین فعالیت کوي، سوداګر نشي کولای چې له دغو ترانزیتي لارو خپل مالونه ولېږدوي».

امرالدین په کندز کې د امنیت د تامین په برخه کې حکومت ناکام بللی دی. هغه ویلي چې روان وضعیت خلکو ته ډيرې ستونزې پیدا  کړي او د کندز خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

د ولي په وینا د کندز ښار چرخ آب سیمه اوس هم د طالبانو په لاس کې ده او په تېرو څلورو ورځو کې امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې دغه سیمه بیا ونیسي.

«چرخ آب د ولایت مقام ته تر ټولو نېږدې سیمه ده، که وسله وال له دغې سیمې ونه شړل شي، د ولایت په مقام له دې سیمې د برید احتمال شته دی».

په کندز کې د ضربتي لوا قومندان خیال نبي احمدزی هم مني چې د کندز ښار یو شمېر سیمې لا د طالبانو په لاس کې دي خو ادعا کوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای نیولي او له همدې کبله عملیات ورو مخ پر وړاندې ځي.

نوموړي زیاته کړې چې تازه دمي ځواکونه له ټانګونو سره یوځای کندز ته تللي او د لوړ پوړو چارواکو لارښوونو ته انتظار دي څو عملیات پیل کړي.

په عین حال کې د کندز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ بیا د قلعه زال ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی او دا یې د امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ بللی دی. هغه ادعا کړې چې دولتي ځواکونو یو ځل بیا ولسوالۍ نیولې او په نښتو کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوې بلې خبرپاڼې له مخې چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو خپره کړې، ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د د کندز په څو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ګډ عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې ۶۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو لا تر دې دمه د شاهین قول اردو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو درې ورځې وړاندې د کندز په شپږو ولسوالیو او ښار یوځايي بریدونه وکړل او په وینا یې په دغه بریدونو کې یې د امنیتي ځواکونو ۳۰ پوستې ونیولې.

د طالبانو په بریدونو کې لسګونه پولیس او اربکیان هم دوی ته تسلیم شول. د دغو ځواکونو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډيره خپره شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د