افغانستان

کابل: ملي امنیت د کابل پوهنتون د لیليې مسجد امام نیولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون محصلین وايي چې د ملي امنیت کارکوونکو د دې پوهنتون د لیليې د مسجد امام مولوي محمد معروف راسخ نیولی دی.

د دوی په خبره د ملي امنیت کسان د تېرې جمعې په ورځ د لیلیې مسجد ته ورغلل، امام يې له ځان سره روان کړ او محصلینو ته يې د بېرته ژر راتګ ډاډ ورکړ.

محصلین وايي چې تر ننه نه د محصلینو او نه هم د مولوي محمد معروف راسخ کورنۍ له هغه سره اړیکه لري د ملي امنیت مسوولین يې له وړلو انکار کوي.

مولوي محمد معروف راسخ چې له څو کلونو راهیسې د کابل پوهنتون د لیلیې د مسجد امام او خطیب پاتې شوی په کابل پوهنتون کې ځانګړی محبوبیت درلود.

د پوهنتون محصلینو ګواښ کړی چې که د ملي امنیت مسوولین د دوی د امام په اړه معلومات ور نه کړي او ژر تر ژره يې د خلاصون هڅه ونه شي دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.

د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي محصل عبیدالله وايي چې مولوي صاحب داسې څه نه دي ترسره کړي چې قانوناً يې حکمت د نیولو پلمه وبولي او دا چې پټ کړی يې دی پر دې دلالت کوي چې پر نوموړي کوم ښکاره جرم نه شي ثابتولی خو د علماوو د ځور لپاره دا ګام پورته کوي.

ياده دې وي د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو سره سم په پوهنتونونو کې د بدلون لپاره د ثقافت د څانګې استادان څو ځلې ګواښل شوي او هغه محصلين چې دیني حلقوي ناستې يې کولي له ناستو منعه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ښه شوه چې د دا تش په نوم اسلامی جمهوریت او د مقاومت د کثیفو څیرو اسلامی تعهدات بربڼد شول. ددې خرافاتي حکومت او د کمونیزم د رژیم تر منځ تفاوت نشته مګر دا یو، هغه داچې کمونستانو خو ښکاره ویل چې موږ کمونستان یو ولې دا بې ناموسه رژیم د اسلام تر نامه لاندې ستره ضربه بیرته اسلام ته ورکوي.

وایي د میږي چې ورکه راشي نو وزر کاږي، ددوی هم وروستۍ سلګۍ دی که هر څو کیري-جان په زور ورته تنفس ور دننه کړي.

د الله لعنت په داسې بدنامه څیرو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x