fbpx

د مکې لاره – اتمه برخه

لیکنه: محمد اسد

ژباړه: حامد افغان

روحي نا ارامي

د شلمې پېړۍ لومړى کال په دې لحاظ يوه ځانګړتيا لري چې په دې کال کې په ښکاره توګه يوه روحاني خلا (Spiritual Vacuum) موجوده وه. روحاني ارزښتونه چې له پېړيو اروپا ورسره نا آشنا وه په کوم ځانګړي او ټاکلي شکل نه و پاته.

دا د هغو بوږنوونکو پېښو پايله وه چې د کال ( ١٩١٤ او ١٩١٥ عـ ) تر منځ رامخې ته شوې وې. په ښکاره خو د دې توقع هم نه کېدله چې د دې ارزښتونو ځاى به د نويو ارزښتونو ټولګه ونيسي. هوکې! د وېرې او ډار يو احساس و، هغه احساس چې له عقلي او ټولنيزې کرکې وروسته پيدا کېږي.

له دې کبله انسان له دې شک سره مخ و چې آيا د ده هڅې او افکار به په يوه معلوم ځاى کې تم کېږي او که نه؟ داسې معلومېده چې هر څه د خځلو په څېر په يوه بې لوري بهاند نيز کې بهېدل. په دې روحي ناارامي او بې اطميناني کې د ځوانانو له پاره د يوه پله د تم کېدلو ځاى هم نه و، بيا د باوري اخلاقي ارزښتونو او معيارونو د نشتوالي له کبله هيچا نه شوى کولاى څو زمونږ هغو پوښتنو ته سم ځواب ووايي چې زمونږ ذهنونه يې ناارامه کړي وو، د علم خو دا دعوه وه چې هر څه په تحقيق او څېړنه کې نغښتي دي، خو دا يې له ياده وتلې وه چې که له علم او معلوماتو سره کومه اخلاقي موخه مله نه وي نو پايله به يې يواځې ګډوډي او انارشي وي.

د ټولنې مصلحين، انقلابي ذهن لرونکي خلک، کمونستان او ټول خلک د يوې رغانده اینده له پاره په هڅو بوخت وو، دوى يواځې د ظاهري حالاتو، ټولنيزو او اقتصادي اړتياوو په رڼا کې په سوچ کولو روږدي وو، کمونستانو د تاريخ مادي فلسفه ايجاد کړې وه. چې که څه هم هغه د مابعد الطبعياتو دښمنه وه، خو وروسته هغې په خپله د ( Metapysics ) شکل غوره کړى و.

پاته شول مذهبي امامان او ديني لارښوونکي، د دوى تر ټولو غوره بوختيا دا وه چې دوى يواځې خپل عادات او خيالات په خپل معبود باندې منطبق کول او بس، هغه عادات او افکار چې له ډېرې مودې راهيسې بې ګټې او بې روحه ګرځېدلي وو، کله به چې مونږ ځوانانو ليدل چې دا تش په نامه الهي صفات په ښکاره توګه له واقعيتونو او مشاهداتوسره ټکر لري، نو مونږ به فکر کاوه چې د قضا او قدر تر شا چې کوم ځواکونه په کار بوخت دي هغه په واضحه او ښکاره توګه له هغو صفاتو څخه مختلف دي کوم چې خداى ته منسوب کول کېږي. نو دامعنا چې خداى موجود نه دى.

د دې فکر خلک ډېر کم وو چې د موجوده انارشي او ګډوډي لامل يې د همدې دين د دعوه دارانو استبداد باله، دوى په دې فکر وو چې همدوى صالحان او نېکان دي اوخلکو ته دخداى د ورپېژندلو او د هغه د صفاتو بيانولو حق له همدوى سره خوندي دى، دوى خداى ته داسې لباس ور اغوستى و چې له انسان او د هغه له انجام څخه يې بېل کړى و.

په فردي ژوند کې د دې اخلاقي بدلون يواځې او يواځې دوه پايلې وې چې هغه پوره اخلاقي انارشي او يا يوه اجتهادي او تخليقي هڅه چې وکړاى شي غوره ژوند رامنځته کړي.

ماچې د ښکولو هنرونو تاريخ د اساسي موضوع په حيث غوره کاوه شايد په زړه کې مې دا لوړه هيله غورځېده، زما په اند د فن موخه دا وه چې د پېښو او حوادثو يو ټاکلى او تلپاته تصوير زمونږ مخته راشي، هغه پېښې چې وخت په وخت زمونږ مخته تېرېدلې او مونږ به يې احساس کاوه.

د دې پېښو او واقعاتو په اړه زما ميلان دا و چې يواځې د فکر په ذريعه د هغو يو شکل جوړېدلى شي. دا بېله خبره وه چې د صنف لکچر زه نه هڅولم ، داسې برېښېده چې زمونږ تر ځينې وتليو پروفيسرانو پورې د ښکلا د قوانينو په لړ کې د هغو اصل روحاني او داخلي اسبابو او لاملونو ته توجه نه کېده، بلکې د هغو په فني تخليق باندې ډېر زور اچول کېده. يا په بله وينا بايد داسې وويل شي چې د ښکولو هنرونو په اړه د دوى نظر له اړتيا زيات تنګ و او په ستونزو کې به زيات راګېر کېدل.

داراز زه د نفسي شننې او تحليل nalysis) Psychoa) هغو پايلو هم ډاډه او مطمئن نه کړاى شوم چې د ذهني انتشار او حيرانتيا په مهال زما مخته راغلې وې. که څه هم هغو مختلف اسباب لرل! په دې کې هېڅ شک نشته چې نفسي شننه هغه مهال د خپل ډول يو غوره عقلي انقلاب و، انسان به د زړه له تله په دې پوهه شو چې د علم او حقيقت دروازې چې تر اوسه پورې بندې وې او اوس مخ په پرانستلو دي د انسان په فکر او خيالاتو باندې خورا زياته اغېزه شندي. او کېدى شي چې دا خيالات يو مخ بدل کړي، ځکه د دې کار انکشاف (چې لاشعور او پټ عوامل د انسان د شخصيت په تکميل کې کار کوي) د انسان د داخلي اسرارو د پوهېدلو له پاره د مخکنيو روحي نظرياتو په پرتله ډېرې کړکۍ پرانيزي، زه د دې ټولو خبرو د منلو له پاره چمتو وم.

او حقيقت دا دى چې د فرائډ افکارو زما په زړه او دماغ باندې د شرابو په څېر اغېزه کړې وه، ما په ( کافي ځايونو ) کې خورا ډېرې شپې تېرې کړې چې د نفسي شننې د پخوانيو سرخېلانو ګرمو بحثونو ته به غوږ غوږ وم. لکه ( Hermann o.t.to Hross) او ( Steckl Alere Adler) خو هغه مهال هم چې د نوي تحليل اصول او پايلې زما له پاره له شک او شبهې لوړې وې، زه په هغه عقلي غرور (Intellectual Arrogamce) باندې ډاډه نه وم چې تر هغه لاندې د انساني نفس ټولو عجائبو ته يواځې د عصبي او تناسلي غړو کړنګا يا راغبرکېدونکى غږ ويل کېږي. د دې علم او فن بنسټ کېښودونکي او ترتيب کوونکي چې کومو فلسفي پايلو ته رسيدلي وو ما ته به کله کله هغه ډېرې سپکې او بې ارزښته معلومې شوې، ځکه د وروستيو حقائقو په وړاندې هغو هېڅ حيثيت نه لاره، له دې پرته هغوى د کومې نوې لارې لور ته لارښوونه هم نه کوله ، داسې چې انسان غوره ژوند ته ورسوي.

که څه هم دا مسائل زما پر دماغ باندې ډېر مسلط و خو حقيقت دا دى چې هغو زه هېڅکله پرېشانه کړى نه وم. زه د ماوراء الطبعيات په اړه په فلسفي غور او فکر يا د نګه حقائقو په بحث کې هېڅکله هم سر تر پښو ډوب شوى نه يم، د دې لامل داو چې ما له پيل نه هغو څيزونو ته ډېر ميلان لاره چې هغه ليدل کېږي او محسوس کېږي، لکه انساني اړيکې، ټولنيزې هڅې او نور. هغه مهال زه په صنفي اړيکو د پوهېدلو په هڅه کې هم وم. له نړيوالې جګړې وروسته چې اخلاقي ارزښتونه په ټوليزه او يومخيزه توګه له منځه ولاړل نو په قدرتي توګه هغه پردې هم پورته شوې چې د نر او ښځې په منځ کې پرتې وې.

زما په اند دا پېښه د نولسمې پېړۍ د ارتجاع خوښونې په خلاف يو غبرګون بلل سم نه دي، دا تر ډېره ځايه له هغه حالت يا چاپېريال نه چې په هغه کې ټاکلي او محدود اخلاقي ارزښتونه تلپاته او له شبهې لوړ بلل کېږي، د هغه حالت يا چاپېريال په لوري بې خنډه غبرګون و چې هلته هرڅه ته د شک په سترګه کتل کېدل. هغه په دې ګروهه چې انسان مخ پر وړاندې درومي او ترقي کوي او دا يوډول په شاتګ و، د هغې ترخې بيدارۍ (Bikkerdisillusiomment) په لوري چې (Spengter) د هغه ناره پورته کړې وه، د هغه اخلاقي مورال (Moral Relativism) په لور چې نیټشي (Nietzsche) يې بلونکى و، او د هغه روحاني عدميت (Spirituans Ammihilism) په لور چې روحي تحليل کوونکو يا شنونکو يې روزنه کړې وه، کله چې زه له جګړې وروسته څو کلونه يادوم نو داسې محسوسوم چې هغو ځوانو هلکانو او پېغلو چې د بدن په آزادۍ يې له ولولو ډکې ليکنې کولې او بحثونه به يې کول هغه د مينې له هغو فطري جذباتو نه ډېر ليرې وو د کومو چې دوى دعوه کوله، په ټوليزه توګه د دوى جنسي اړيکې سطحي وې، چې يو ډول بې پروايي به هم په کې وه، چې ډېر ځله به يې دوى تر بېلارۍ پورې رسول.

ما به که څه هم دا احساس کاوه چې زه اخلاقي رواجونو او تصوراتو ته وفادار يم خو زما له پاره ډېره ګرانه وه چې له هغو پاروونکو طوفانونو نه مې ځان ژغورلى واى چې ډېر خلک يې په تل کې بهيدلي وو. د ملګرو او دوستانو په څېر به ما هم په دې خبره وياړ کاوه او دا کار به مو له فرسوده عنعناتو نه ( بغاوت ) باله.

په هر صورت دا ناز او نخرې به په مينه بدلې شوې او کله کله به د زوروونکو نفسي اغېزو لامل هم شوې. هوکې! دومره په زغرده ويلى شم چې زه بېلارې او بد اخلاقه شوى نه وم، ځکه زما د ځوانۍ په ټولو رومانونو کې (که څه هم د هغو وخت او اغېز لنډ و ) يو پټ خو ځواکمن خيال نغښتى و، هغه خيال دا و چې دا د يواځېتوب احساس چې يو انسان له بل نه بېلوي د ښځې او نر په يوځاى کېدلو سره له منځه تلاى شي.

تېره برخه دلته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د