کندهار: یو بې جرمه ځوان له کلونو راهیسې د جنرال رازق شخصي زندان کې ځورېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د میل د کلي اوسېدونکی احمد شاه له کلونو راهیسې د جنرال رازق او د هغه د ډلې په شخصي زندان کې د عذاب ترخه څکي.

اته ویشت کلن احمد شاه چې په کور کې يې ځوانه مېرمن او دوه ماشومان له دریو کلونو راهیسې د راتګ لارې څارې، د جنرال رازق د شخصي زندان په ځمکتل کې برقي شارټونه زغمي.

نوموړی چې د کندهار له عالي درالمعلمین څخه له فراغت وروسته يې سپين بولدک کې له سرحدي او ملي پولیسو سره د سواد اموزۍ په برخه کې کار پیل کړ، د پولیسو اخلاقي زوال يې له نږدې وليد.

احمد شاه د پولیسو د بد اخلاقۍ، د پاکستاني کلدارو د معاش او د جنرال رازق او د هغه د ورور تادین له لوري د خلکو د ځورولو او لوټ کیسې په کابل کې شخصي مجلس کې يادې کړې وې، خبره د کندهار تر امنیه قومندانه رسېدلې او هغه هم د پولیسو دغه ښوونکی اختطاف کړ.

احمد شاه درې کاله وړاندې د جنرال رازق له لوري وتښتول شو، خو د مرګ ژوند او زندان په اړه يې له چا سره معلومات نه و، د هغه پلار، مور او درې خویندې او وروڼه يې په لټه ستړي شول خو رازق يې له نیولو انکار وکړ.

په تازه معلوماتو کې ښوودل کېږي چې نوموړی د جنرال رازق او د هغه د ورور تادین په شخصي زندان کې ساتل شوی، چې عصبي کنټرول ورځ په ورځ له لاسه ورکوي، په ځمکتل کې تر ډول ـ ډول شکنجو لاندې يې عصاب پخپل حال پاتې نه دي.

جنرال رازق چې د بشري حقوقو د سرغړوونکو په سر کې ځای لري، په کندهار کې د انسان تښتونې، قاچاق او اخلاقي جرایمو مشهوره څېره بلل کېږي، شخصي زندان لري او په خلکو کې د وحشت له امله يې پر وړاندې کم خلک خپل غږ پورته کوي.

د احمد شاه پلار وايي چې رازق ورته ګواښ کړی چې که يې د زوی حال له رسنیو یا هم مرکز کې چارواکو سره شریک کړ، دی او زوی به يې ځای پر ځای ووژني او کورنۍ به يې لوټ کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د روانې میاشتې په پیل کې د کندهار پوهنتون د محصل، لیکوال او ژورنالیست بشير احمد ریان جسد هم له دوه میاشتې لادرکۍ وروسته شکنجه شوی وموندل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د