fbpx
د عمري عملیاتو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري نشر شوی انځورونو څخه

کندوز لا هم د توندې جګړې شاهد دی؛ په اړه يې ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لوري د عمري عملیاتو له پیل سره سم په شمالي ولایت کندوز کې جګړې زور واخیست.

د دې ولایت د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې جګړه شديده شوه چې د طالبانو له ادعا سره سم لسګونه امنیتي پوستې د دولت له واکه ووتې.

د قلعه ذال ولسوالۍ سقوط او د ښار په نږدې ټولو دروازو کې شدیده جګړه هغه علتونه بلل کېږي چې ملي شورا يې له ارګ سره بېړنۍ ناستې ته اړ کړه.

په کندوز کې د سپين زر زون قوماندان شیر عزیز کامه وال هم مني چې طالبان د ښار تر دروازو رارسېدلي خو په وينا يې د ولایت د سقوط مخه يې نیولې ده.

د ښار په څلورو لوریو کې د اربکیانو په پوستو کې طالبانو سنګرونه نیولي خو د کامه وال په وينا ښار ته د ننوتلو مخه يې نیول شوې ده.

د کندوز د ولايتي شورا غړی امرالدین ولي بیا امنیتي ځواکونه په دې جګړه کې بې وسه بولي په وينا يې کندز ښار چرخ آب سیمه اوس هم د طالبانو په لاس کې ده او په تېرو څلورو ورځو کې امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې دغه سیمه بیا ونیسي.

«چرخ آب د ولایت مقام ته تر ټولو نېږدې سیمه ده، که وسله وال له سیمې ونه شړل شي، د ولایت په مقام له دې سیمې د برید احتمال شته دی».

شير عزيز کامه وال بیا دعوه کوي چې په چهاردره کې يې هم د طالبانو محاصره ماته کړې، طالبانو د چهاردرې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو تېر مازیګر يې د دشت ارچي پر مرکز او امنیتي پوستو د بريدونو خبر ورکړ.

طالبانو پر یادو بريدونو سربېره په امام صاحب کې د څلورو پوستو د نیولو دعوه کړې ده، چې دولتي سرچينو يې پر اړه څرګندونې نه دي کړې.

ياده دې وي په شمال کې د وروستي وضعیت په اړه تېره ماښام ملي شورا په ارګ کې د حکومت له مشرانو او امنیتي مسوولینو سره د امنیت د کنټرول په تړاو ناسته هم درلودله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د