شعـــــرونه

دا له شرابو سازې شوې اوښکې مه تویوه

سيد شاه سعود

پریږده چې وینه دې رګونو کې غم وګرځوي

پریږده چې فکر دې تراخه د خپل ژوندون وزغمي

پریږده چې ورو ورو دې ځواني له څانګو ورژیږي

پری چې دا پاتې زندګي دې لږ بیلتون وزغمي

په تیرو شوو کبرجنو شیبو مه زوریږه

اوس هغه خپله ناشکري راګرځولی نشې

شاعر وې ښکلی وې شتمن وې له وجوده ډک وې

یو وخت و لاړو اوس یې بیا راستنولی نشې

هغه کاسه چې تا به شات او شوده ګډ کړل پکې

اوس د شرابو د زرین بوتل په څنګ پرته ده

بیا دا طوفان راغورځولې اونه نه ودریږي

چې پروت یې کړی خپل نصیب سره په جنګ پرته ده

سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x