افغانستان

د ګوانتنامو هر بندي په کال کي د امریکا بودېجې ته 2.7 ملیونه ډالر تاوان اړوي

نن ټکی آسیا: د امریکا د دیموکرات ګوند غړو په پارلمان کي دننه په یوه بحث کي ویلي چي په ګوانتنامو کي د امریکا زندان چي طالبان او د القاعدې ځیني غړي په کښي ساتل کیږي، د هغه کلنی مصرف 450 میلیونه ډالرو ته رسیږي، چي ډیر زیات او بی ځایه مصرف دی.

د امریکا د دیموکرات ګوند یوې غړي دایان فاینستاین ویلي چي په دغه زندان دومره زیاتي پیسي لګول یو انتهائي بی ځایه مصرف دی، چي باید مخه یې ونیول سي.

او زیاته یې کړه چي په تیرو دوولسو کلونو کي بیله کوم واضح هدفه بندیان په دغه زندان کي وساتل سول، بیله دې چي بندیانو باندي یو قانوني تور او تهمت ولګیږي، او بیله دې چي محاکمه سي.

نومړي یادي خبري په پارلمان کي دننه د ګوانتنامو زندان د بندلو په اړه په یوه علني بحث کي د نورو دیموکراتیک غړو سره په همغږۍ وکړې، او زیاته یې کړه چي د ګوانتنامو د زندان د اداره کولو لپاره وزارت دفاع 450 ملیونه ډالره یوازي په روان کال کي مصرفوي، یاني د هر بندي پر سر 2.7 ملیونه ډالره مصرفیږي، چي خورا زیات او بی ځایه مصرف دی.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل دی چي د دغه بدنامه زندان د لګښت په اړه داسي معلومات خپریږي، ددې تر مخه امریکا کوشش کاوه چي د زندان د لګښت په اړه معلومات پټ کړي، او یایې کم وښيي.

که څه هم د امریکا زیات شمېر سیاسي او اقتصادي کارپوهان پر دې اتفاق لري چي نور باید دا زندان بند شي، ځکه چي دې زندان هم په سیاسي او حقوقي ډګر کي امریکا ته ډیر زیان رسولی، او له کبله یې امریکا بدنامه ده، او هم یې په اقتصادي لحاظ لویه ضربه رسولې، خو بیا هم په پارلمان کي دننه د جمهوري ګوند ځیني غړي ددې خبري سره اتفاق نه لري، او وايي چي که دغه زندان بند سي، او بندیان یې خوشي سي، هغوی به بیا د امریکا په ضد په وسلواله مبارزه لاس پوري کړي.

او زیاتوي چي هغه بندیان چي تر اوسه د ګوانتنامو څخه خوشي شوي دهغوی څخه ۲۸ سلنه بندیانو یو ځل بیا د امریکا په ضد په وسلواله مبارزه لاس پوري کړی.

خو د حقوق بشر نړیوال سازمان یوې وکیلي اندریا براساو ویلي چي ډیر هغه پخواني بندیان چي د امریکا په ضد یې بیا په جګړه لاس پوري کړی، هغوی د زندان تر مخه وسلواله مبارزه نه کوله.

باید وویل شي چي د ګوانتنامو زندان بندیان چي شمېر یې 166 تنو ته رسیږي، د امریکايي فوځیانو له خوا یې د قران کریم او اسلامي دین توهین له کبله د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی، چي له کبله یې د زندان چارواکي په دې اړ کړي چي په زوره ددوی بدن ته خوراک انتقال کړي.

تیره ورځ د ګوانتنامو زندان په نامه ویاند رسنیو ته وویل چي د هغو بندیانو شمېر چي د نه خوړولو اعتصاب یې جاري ساتلی، د هغوی شمېر تر پخوا کم سوی او 69 تنو ته را ټیټ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x