نظــر

ایا دیموکراسي د شرعي نظام بدیل ده؟

نصرالله غزنوی

زموږ ځیني وروڼه د دیموکراسۍ هغه تیوري تر بحث لاندي نیسي کومي ته چي په شریعت کي د جواز دلایل شته، یا هم شریعت د عامي ولسي ګټي په موخه د وخت او حالاتو له غوښتنو سره سم د نېکو خلکو رایی او د علماوو اجتهاد ته پرانیستي پریښي دي.

له دې لاري دوی د ولس ذهنونه د دیموکراسۍ جواز ته مایلوي، او دیموکراسي ورته د اسلامي نظام د یوه بدیل، بلکي ﴿نعم البدل﴾ په بڼه ور پېژني.

حال داچي په دیموکراسي کي ډېر داسي څه شته چي هغه د شریعت له مخي نه یواځي داچي ګناه کبیره بلل شوي، بلکي جواز ګڼل یی کفر بلل شوي لکه په لاندنیوکي ځیني:

❶ د سود حلال ګڼل.

❷ دهلک له هلک سره واده کول.

❸ د انجیلۍ له انجیلۍ سره واده کول.

❹ بداخلاقي او فساد ته وده ور کول.

❺ ځوانان او پېغلي داسي ازاد پرېښودل چي د دین هیڅ آر ورته د منلو وړ نه وي.

❻ د الهي احکامو او نبوي فرموداتو سپکاوي ته لاره هوارول.

❼ د روا او ناروا ارزښتونه له منځه وړل، او دڅارویو په څېر بس له هري لاري چي وي د خپلي ګېډي او خپلو نفسي غوښتنو پوره کول، که څه هم له محرماتو سره وي بیا هم.

❽ اقتصادي څانګه یوې مرجع ته په لاس ور تلل، له دې لاري په عام مارکیټ کي د یو څو کسانو یا یوې کورنۍ، اجاره داري قايمول، او پدې توګه د ورځني استعمال د شیانو بیي د هغوی له خوښي سره سم ښکته پورته کول.

❾ د مېرمنو عفت، حیا او عزت له خاورو سره خاوري کول، د ښځو د ازادي، مساوات او د هغوی د حقونو په غوړو او چربو نومونو په کارولو، او همدا راز د مېرمنو له ساده توب، نرم دلي، او د ښه باور درلودلو له کمزوري څخه د ګټي پورته کولو په لړ کي له پتمنو مېرمنو څخه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو یوه بازاري، فاحشه او د وحشي انسانانو په لاس نڅېدونکي نانځکه جوړول.

❿ دزامنو لخوا له بلوغه وروسته د والدینو د احترام او ساتني حقوق تر پښو لاندي کول، او د اولادونو او موروپلار تر منځ د ګډ کورني نظام له منځه وړل.
همداسي په لسګونو نوري خرابیوي هم په دیموکراسي کي شته.

نو دیموکراسي ته د شرعي نظام بدیل ویونکو کسانو پدې نارواوو ولي ځان اچولی؟

دا نارواوي ولي تر بحث لاندي نه نیسي؟

ایا دوی دې پورتنو نارواوو ته څه ځواب لري؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

غزنوی صاحب السلام علیکم ! تاسی چه د دموکراسی په اړه لیکلی ډیر ښکلی څه مو لیکلی او تر هغی چه تاسی لیکلی د دموکراسی خباثت او نجاست لا یتناهی دی ، زه به یی لنډه درته ووایم چه دموکراسی یو شیطانی نظام او د اسلامی نظام په بلکل مخالف قطب کی قرار لری یعنی د اسلام حلال په دموکراسی کی حرام او د اسلام حرام په دموکراسی کی حلال دی ځینی یی تاسی لیکلی هم دی مګر هغه چه تاسی لیکلی په خروار کی خرد یا یوه ننګولی ته د مالګی په کچه هم نه دی . دموکراسی د… نور لوستل »

څارنوال علیزی

زموږ دین اسلام دی .
زموږ این قران دی دی .
زموږ دفردی او ټولنیز ژوند لاره د نبوی ص شریعت اولاره ده
دافغانستان دنافذ اساسی قانون دریمه ماده (( په افغانستان کی هیڅ قانون نشی کولای چی داسلام دسپیڅلی دین د معتقداتواو احکامو مخالف وی ))

خپلواک اولس

علیزی جانه ! ستاسی له تبصری معلومیږی چه د ع او غ په شان معاش خورو له ډلی یاست . ستاسی خبری عینا د کمونستانو دوخت خبری دی ، هغوی هم لیکلی وو چه مونږ د اسلام دین ته درناوی لرو ، او تاسی لیکلی (( په افغانستان کی هیڅ قانون نشی کولای چی داسلام دسپیڅلی دین د معتقداتواو احکامو مخالف وی )) مګر تاسی نه یواځی چه څومخی یاست ، شرم نه لری دروغ ویاست په اسلام کی قوانین د الله ج له خوا ځانګړی شوی دلته قوانین د اکثریت له خوا په کوم کی چه کمونستان سکولریستان او… نور لوستل »

څارنوال علیزی

عزتمنده ! په ډیر درنښت دقلم او ژبی دحرمت او حیا په نظر کی نیولو سره ستاسو جواب لیکم : ! !: هغه الفاظ اوروش چی تاسو ماته لیکنی په کړی نه غواړم چی هغسی ځواب لیکنه درته وکړم ځکه بیابه بیله ما اوتا نور خلک دبی حیا خیال راباندی ونکړی . ۲: نه دع اوغ معاشخوره یم اونه هم دکوم اجنبی البته مزدوری خو مجبورا لرم . ۳: تاسولیکلی چی کمونستان ، سکولرستان او نشنلستان ((ملحدین))یعنی ستاپه نزد داټوله ملحدین . نو مسلمان دی ندی یاد کړی چی ددی درو ډلو څخه خارج بیا څوک دی چی ستا په… نور لوستل »

افغان

علیزی صاحب ! وایی د شعر په ژبه شاعر ښه پوهیږی ، ځکه چه هغه شعر یی جوړ کړی وی . کله کله په لیکنو کی غلط فهمی راځی ، ستاسی په دهن کی یو څه او د لوستونکی تعبیر تری بل څه جوړ شی که داسی وای څه د لیکونکی ګناه ګڼم لیکونکی باید خپلی خبری صفا صفا ولیکی د غلط فهمۍ چانس پکی پری نږدی . او څه به د لوستونکی ګناه وی کشکی ځینی جملی دوه ځلی ولولی ، که داسی شوی چه تاسی پورتنی تبصره بی له دی چه د د کابل د غلامی اداری څخه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x