افغانستان

کابل: له زوروري چاودني وروسته جګړه پیل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پل محمود خان سيمه کې له سرتيري بريد وروسته د سپکو او درنو ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

د کابل امنيتي مسوولين وايي، چې پل محمود خان سيمه کې د ملي امنيت پر لسم رياست له سرتيري بريد وروسته د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

د چارواکو په وينا سرتيري بريدګر لومړی خپل موټر ته چاودنه ورکړه او له هغې وروسته يې نورو بريدګرو ته لاره پرانيسته.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه او کېدای شي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولي وي، مګر کره شمېره يې نه ده معلومه.

د ملي امنيت لسم رياست د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنيتي چارو مسووليت لري.

تلويزوني راپورونه وايي، چې بريدګر د ملي امنيت لسم رياست دفتر ته ننوتي او هلته يې ډله‌ييز بريدونه پيل کړي دي.

دمګړۍ د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د پېښې مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د دوی يو سرتيري بريدګر د ملي امنيت پر لسم رياست سرتېری بريد کړی او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ولسمشر د مانۍ پر ټویټر اکاونټ په نشر شویو څرګندونو کې ویل شوي چې په کابل کې ننۍ چاودنه ددوی پر بې وسي دلالت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x