نوی طالب قیادت څرنګه په ورپیښو ننګونو بریالی شو؟!

عبدالرحیم ثاقب
لیکوال او سیاسي شنونکی

تیرکال د جولای په میاشت کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر(مجاهد)د وفات تراعلان وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو خپلمنځي اختلافات رسنیز شول او یو شمیر پخوانیو چار واکو یې له رسنیو سره د غږیږو مرکو په ترڅ کې د نوی قیادت په خلاف د مخالفت غږ پورته کړ.

امریکایانو ته د طالبانوخپلمنځي اختلافات یو طلایې چانس و چې له ډیره راهیسې یې انتظار کاوه، هغوی د خپلو استخباراتي حلقاتو په مټ ډیر کوښښ وکړ چې له دې طلایې چانس څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي او پرهغوطالبانو بریالي شي کومو چې پنټاګون اود نړۍ تر ټولوستر پوځي تړون ناټو ته یې په افغانستان کې ملاماتوونکي ګوزارونه ورکړل.

په دې لیکنه کې په مختصر ډول پر هغو ننګونو بحث کیږي چې د طالبانو د مشر تر وفات وروسته د طالبانو نوی قیادت ورسره مخ او په بریالیتوب سره یې دهغو مقابله وکړه.

د ملامحمد عمر (مجاهد) تر وفات وروسته

د طالبانو مشر ملامحمد عمر (مجاهد) په داسې حساس وخت کې وفات شو چې طالبانو تر بل هروخت زیات د داډول یوه امتیازي مشر شتون ته ضرورت درلود.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۴۸ هیوادونو پوځي ایتلاف د افغانانو د جهادي مقاومت له برکته شکست خوړلی او دجنګي ټلوالې غړيو هیوادونو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د پرشاتګ اعلان کړی و.

په د اسې وخت کې د دې ډیره اړتیا لیدل کیده چې د مقاومت لیکې تر پخوا لازیاتې متحدې او منظمې وي تر څو افغانان د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته د خپلمنځي کورنیو جګړو دپیلیدو احساس و نه کړي .

خو د الهي مقدارتو له مخې ملا محمد عمر (مجاهد) د مقاومت په همدغسي حساسو شیبو کې وفات او طالبان یو په یوه د تأسیسي قیادت له خلاء سره مخ شول.

د طالبانو رهبري شوری د دې رامنځته شوې لویې تشې د ډکولو لپاره په خپل وخت لاس په کار شوه او هغه په دې ډول چې د طالبانو په تحریک کې یې د سترو مذهبي علماوو په مشوره او موافقه دطالبانو د مشر د وفات خبر تر یوې محدودې مودې پوري پټ وساته ، او د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې چې کله د طالبانو عالي شوری د طالبانو د مشر د وفات خبر اعلاناوه له هغه سره سمدستي یې هماغه مذهبي علماء یوځل بیا راوغوښتل او د هغو په موافقه یې د طالبانو د مشر ځای ناستي ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه تعین او له هغه سره یې بیعت وکړ، خو د طالبانو د رهبري شوری له ( ۲۱ ) کسانو څخه یې ( ۵ ) تنو د دیني علماوو او رهبري شوری د دې انتخاب مخالفت وکړ خوڅه وخت وروسته له دې پنځو تنو نه هم دوتنو یې له ملا اخترمحمد منصور سره بیعت وکړ او دری تنه یې په مخالفت کې پاته شول .

دغه طالب مشران ټول ټال ۱۰ تنه وو چې مشهور هغه یې مرحوم ملامحمد حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق او ملا محمد رسول اخوند وو.

د ۹ میاشتو په بهیر کې د طالبانو دې خپلمنځي اختلاف ته په تبلیغاتي لحاظ ډیره هوا ورکړل شوه، خو د طالبانو نوی قیادت په تدریجي ډول د غربي میډیا دغه ټولې تبلیغاتي هڅې شنډې او داسې لارې چارې غوره کړې چې خپل منځي اختلاف یې مقابل لوري ته په قناعت ورکولو سره له منځه یووړ.

د ملامحمد عمر (مجاهد) له کورنۍ رانیولې بیا د طالبانو تر مخکښ پوځي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر پوري یې ټول د طالبانو له مرکزي هستي سره په یوځای کیدلو او کار کولو قانع کړل .

یو شمیر هغه کسان چې سوله اییزو هڅو او د منځګړیو علماوو او قومي مشرانو منځګړیتوب ته یې اعتناء نه کوله هغوی یې د پوځي اقدام په مټ له صحنې لیري کړل.

په دې ډول سره د طالبانو نوي مشر د قیادت له تشې سره داسې تعامل وکړ چې نه د طالبانو په لیکو کې د تأسیسي قیادت د خلاء اثر محسوس شو او نه هم د امریکایانو په مقابل کې روان مقاومت متضرر شو.

داعش د طالبانو د ستر مزاحم په توګه

امریکایانو د طالبانو په مقابل کې د پوځي ځواک د استعمال تر څنګ د ولس په د ننه کې یو شمیر داسې مزاحمتونه ورته راپیداکړل چې که طالبانو په حکمت ورسره تعامل نه وای کړای د دې احتمال لیدل کیدوچې افغانستان هم د عراق په څیر د کورنیو او مذهبي شخړو ښکار شي.

امریکایانو د دې کار لپاره لومړی د اربکیو او ولسي پاڅونونو لړۍ پیل او په هغه کې یې د ځینو هغو پخوانیو تنظیمونو کسان راټول کړل چې وار تر له مخه یې له طالبانو سره مشکلات درلودل.

امریکایانو دا وضعیت درک کړی و چې د یادو تنظیمونو او طالبانو ترمنځ پخوانی حساسیت موجود دی که چیري هغوی د طالبانو په مقابل کې مسلح کړل شي نو همدا وسله وال به د دوی د اجرتي ملیشو په توګه د طالبانو په مقابل کې نیابتي جګړه پرمخ بیایې او دوی (امریکایان) به ورته د خیر په غونډۍ ناست وي .

خو داچې اوس له یوې خوا د افغانانو په منځ کې د تنظیم پالنې روحیه له منځه تللې او له بلې خوا ولس پوهیږي چې کوم تنظیمي کسان چې د اربکیو او پاڅون والو په نوم د امریکایانو په تمویل راپاڅیدلي هغوی د ملي مصالحو لپاره نه بلکې د مادیاتو اوشخصي اغراضو تر لاسه کولو په خاطر پاڅون کړی نو هماغه و چې د امریکایانو له ټولو تبلیغاتو او مادي هڅو سره سره دا پروسه هم د طالبانو په مقابل کې غیرموثره واقع شوه او طالبانو هم د مذهبي علماوو د دعوت په وسیله اوهم په ځینو ځایونو کې د پوځي زور په مټ هغه ناکامه کړه.

د هغې تر ناکامي وروسته امریکایانو د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې د داعش ډله رامنځته او د ختیځ ولایت ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې ېې طالبانو ته مزاحمت جوړ کړ.

خو طالبانو وړاندې تر دې چې داعش په افغانستان کې نفوذ وکړي د ۲۰۱۵ کال د جون د میاشتې په ۱۶نیټه په عراق کې د داعش مشرابوبکر البغدادي ته د رسمي لیک په لیږلو سره له هغه څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې د امریکایانو په خلاف د مقاومت د جهادي صف متحد ساتلو په منظور له تدخل او مستقلو تشکیلاتو جوړولو څخه ډډه وکړي .

خو د اعش د دې په ځای چې د طالبانو منطقي غوښتنې ته مثبت ځواب ووایې د خُراسان (افغانستان ) لپاره یې د حافظ سعید په نوم نوي والي تعین او د هغه په خوله یې له ټولو افغانانو وغوښتل چې له ابوبکرالبغدادي سره بیعت وکړي .

په افغانستان کې له داعش سره لومړني بیعت کوونکي ، د دې ډلې د رهبري شورا غړي او مفتي عبدالرحیم مسلم دوست په هغه لیک کې چې په ۲۱/ ۱۰/ ۲۰۱۵ م رسنیو ته لیږلی د داعش لخوا د خراسان والي حافظ سعید داسې معرفي کړی:

“دخلافت له پلوه د اورکزوحافظ سعیدخان دخراسان والی شو. سعید خان له دې پرته چې یو مسلمان دی، نور هیڅ کوم پیاوړی استعداد نه لري، نږه بې سواده اوامي دی ، سعيد خان د جهاد په نامه فساد پیل کړ، نوموړی په ځان نه پوهېږي خلک يې غولوي اود چندو په نامه ورته استخباراتي کړۍ د فساد لپاره پيسې رالېږي او افغانستان کې يې بوختوي، خو د بې وزلواوبې دفاع خلکونيول، تنګول، جریمې ترې اخیستل، بونګې لپاره دعواموتښتول، ناروا وژنې، دعلمي مرکزونوتړل اونور… هيڅکله جهاد نه شي ګڼل کېدی”

طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې په مخنیوي کې هم له دیني علماوو او قومي متنفذینو څخه مرسته وغوښته او د امکان تر حده یې دا کوښښ وکړ چې له پوځي مقابلې پرته د دغې خطر ناکې فتنې مخنیوی وکړي چې تر ډیره حده یې دا هڅې کامیابې هم شولې .

خو د ننګر هار ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې د داعش وسله والو په داسې کارونو لاس پوري کړ چې د سیمې خلګ مجبور شول د دوی له سیمو څخه د داعش وسله والو په شړلو کې له طالبانو څخه مرسته وغواړي.

که څه هم چې په ننګرهار کې د داعش وسلوال د پولې له دواړو غاړو اکمالیدل خو طالبانو وکړای شول د وخت په تیریدو سره د هغوي ضرر هم دفع او بالآخره د روان کال د اپریل د میاشتې په څلورمه نیټه د دې ډلې یو شمیر مهم چارواکي طالبانو ته تسلیم او نور ډیری افراد یې د یادې سیمې پریښودلو ته اړیستل شول چې په دې ډول طالبانو وکړای شول پر هغې خطر ناکې فتنې چې امریکایانو غوښتل د هغې په وسیله افغانستان هم د عراق او منځني ختیځ په څیر په مذهبي او کورنیو جګړو کې ښکیل کړي لاس بري او افغانستان د دې سترې فتنې له شره وژغوري .

د اعش په افغانستان کې د امریکایانو د ایتلافي ټلوالې تر ناکامي وروسته د هغوی یواځینۍ وسیله وه چې غوښتل یې د هغې په وسیله له افغانانو څخه د هغه ملا ماتوونکي ګوزار انتقام واخلي کوم چې یې د اشغال په ۱۵ کلنه دوره کې د افغانانو له لاسه خوړلی، امریکایانو په عراق کې هم د داعش ډلې راپیدا کیدو ته د دې لپاره شرائط مساعد کړل چې له عراقي ولس څخه د داخلي او مذهبي جګړو په پیلولو سره د عراق داشغال په مهال د ۴۰۰۰ وژل شویو امریکایانو انتقام واخلي.

امریکایانوپه عراق کې د داعش په خلاف دیوه مصنوعي نړیوال ایتلاف په جوړولوسره هغه غیر مغلوبیدونکې ډله معرفې کړه خو طالبانو په افغانستان کې همدغه غیر مغلوبیدونکې ډله په نه امکاناتو سره مغلوبه او د امریکایانو دا حربه یې هم ناکاره کړه.

د طالبانو داخلي اختلافات

لکه مخکي چې وویل شول امریکایانو د طالبانو د ویشلو او متفرق کولو لپاره هغومره کوښښ وکړ لکه چې په پوځي ډګر کې یې د هغوی د له منځه وړلو لپاره وکړ، د طالبانو د مشر وفات او دا داعش ډلې راپیداکیدل د طالبانو د ویشلو امکانات د امریکایانو په ګټه لازیات کړل خو د طالبانو نوي قیادت وکړای شول پر دې ننګونې هم داسې لاس بري شي لکه تر دې وړاندې چې یې په نورو هغو بریالیتوب تر لاسه کړی و.

د طالبانو د مشر له وفات را وروسته چې د طالبانو په منځ کې کوم انشعاب او اختلاف راپیداشوی او طالبان یې له سخت ګواښ سره مخ کړي وو اوس هغه هم نیږدي په ختمیدو او نور د دې تحریک د تجزیې او انشعاب احتمال ورسره ختم شوی، ځکه د طالبانو ټول هغه مطرح او مؤثر اشخاص چې د یولړ ملاحظاتو له امله د طالبانو له نوي قیادت څخه ناراضي او یا یې ترې فاصله نیولې وه هغوي اوس عملا د طالبانو له نوي قیادت سره یوځای او د دې تحریک په لیکو کې کار شروع کړی .

مرحوم ملامحمد حسن رحماني چې تر ټولو له مخه یې د نوي قیادت په خلاف د مخالفت غږ پورته کړ تر وفات وړاندې یې په لیکلې بڼه له نوي مشر سره بیعت وکړ، د طالبانو د پخواني مشر ورور ملا عبدالمنان (عُمري) او د هغه زوی مولوي محمد یعقوب (مجاهد) هم د بیعت تر څنګ عملا خپلې ورسپارل شوې دندې پیل کړې .

په جنوب لویدیځه حوزه کې د طالبانو پیاوړي قومندان ملاعبدالقیوم ‌ذاکر هم له نوي قیادت سره په لیکلې بڼه خپل بیعت اعلان کړ.

هغه کسان چې تر اوسه پوري لاد طالبانو له نوي قیادت سره بیعت نه دی اعلان کړی او د طالبانو په منځ کې ښه سیاسي او پوځي شهرت لري هغه د طالبانو د سیاسي کمیسیون پخوانی مشر سید محمد طیب اغا او د طالبانو د واکمني د وخت داخله وزیراو د رهبري شوارا غړی ملاعبدالرزاق اخوند دي چې تر اوسه پوري یې لا د طالبانو پر نوي قیادت شته ملاحظې پر ځای پاتې خو نوی قیادت یې د ملاحظو د حل کولو په لټه کې دی.

د طالبانو د نوی قیادت تر ټولو ستر مخالف ښاغلی ملامحمد رسول اخوند که څه هم د اوسني مخالفت له وجې یې تبلیغاتي شهرت تر لاسه کړ خو د طالبانو په منځ کې نه له کوم پوځي او سیاسي شهرت څخه برخمن دی او نه یې د طالبانو د واکمنۍ په مهال له ولایته پرته پرکوم لوړ مسؤلیت کې کار کړی .

نوموړي د طالبانو له نوي مشرتابه سره د مخالفت په پیل کې له رسنیو سره په مطبوعاتي څرګندونو او مرکو کې ډیر سرګرم و خو اوس مهال یې نه د کومې مطبوعاتي سرګرمي څرک لګیږي او نه یې هم کوم فعالیت تر سترګو کیږي چي دې ورک حالت یې په رسنیو کې یو لړ ګنګوسې راپورته کړي دي.

او بالاخره د امریکايي اشغال تدوام

تر ټولو ستره ننګونه چې د طالبانو نوی قیادت ورسره مخ دی هغه د امریکایانو لخوا د افغانستان اشغال او په دې هیواد کې د جګړې دوام دی .

که څه هم چې امریکایانو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ، خولیدل کیږي چې لا هم په لسګونو زره خارجي ځواکونه تر مختلفو نومونو لاندې په افغانستان کې میشت او واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د تداوم په غرض روزانه کابل ته ۲۴ ملیون ډالر د مرستې په نوم ورکوي .

امریکایان عملا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ولسي خلګ وژني او په کلیوالو سیمو د ډرون الوتکو بمونه اوروي ، خو د دې ترڅنګ یې بیا د عامه ذهنیت د تیر ایستنې په خاطر د سولې په نوم مختلف جریانونه پیل کړي چې وروستی هغه یې د چین او پاکستان په شمول دڅلور اړخیزه مذاکراتو پروسه ده.

د طالبانو نوي قیادت د سولې لپاره په قطر کې د خپل دفتر ترڅنګ نور هم د بي پري سازمانونو او منصفو افغاني جهتونو په وسیله د سولې د خبرو ور پرانیستی ساتلی، چې تیرکال په ناروي ، قطر او دوبۍ کې د طالبانو او ځینو افغان شخصیتونو ترمنځ لیدنې کتنې یې یوه ژندۍ بیلګه ده .

خو داچې امریکایان د سولې په اړه یواځې هغه مذاکرات په رسمیت پیژني کوم چې د دوي په خوښه او دوي تر سر پرستي لاندې تر سره کیږي ، نو د طالبانو نوی قیادت له امریکایانو سره د سولې د خبرو ترڅنګ د هغوي لخوا د افغانستان د اشغال د دوام په صورت کې د وسله وال مقاومت تداوم غوره انتخاب ګڼي او له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د بیرته ایستلو لپاره هغه تر ټولو مؤثره وسیله بولي.

پایله

د طالبانو اسلامي تحریک چې ۲۲ کاله وړاندې د ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا په هیواد کې د ګډوډي او فساد له منځه وړلو په غرض ایجاد شوی د تأسیس له لومړۍ ورځې بیا د امریکایانو لخوا د افغانستان تر اشغال او د هغوی په مقابل کې تر ۱۵ کلن مقاومت پوري په خپلې پوځي او سیاسي ماضي کې بریاوې او نیمګړتیاوې دواړه لرلې.

طالبان د افغانستان؛بلکې د نړۍ په کچه یواځینی سیاسي او پوځی تحریک دی چې د ډیرو سختو آزمایښتونو او ګواښونو باوجود یې هم خپل منځي پوځي او سیاسي وحدت ساتلی او هم خپلو دیني او فکري آرمانونوته متعهد پاتي شوي.

د افغانستان د چارو ډیری سیاسي چارواکي په دې باور وو چې د یاد تحریک د متحد ساتلو رمز د هغه د تأسیسي مشر ملامحمد عمر (مجاهد) قیادت او د هغه شتون دی ، که هغه وژل کیږي او یا وفات کیږي نور به د دې تحریک وحدت، انسجام او بقاء هم ورسره له منځه ځي.

خود طالبانو د مشر تر وفات وروسته د دې تحریک متحد او منسجم پاتي کیدلو دا ثابته کړه چې د طالبانو د تحریک اعضاء او افراد د اشخاصو پر ځای د دې تحریک مذهبي او فکري آرمانونو ته اصلي تعهد لري، او دا د فکري تحریکونو مشخصه ده چې د هغوی د پلویانو اصلي انتماء او تعهد د خپل تحریک مبادیؤ او آساساتو ته وي ؛ نه اشخاصو او افرادو ته ، ځکه اشخاص د هغوی د انساني خصوصیت له مخې په هروخت کې د تغیر او فناء کیدو احتمال لري .

او همدارز د طالبانو د خپل منځي وحدت او انسجام اصلي رمز د دې مذهبي ټولي په مذهبي او ټولنیز تشخص کې نغښتی ، ځکه هغوي داسلامي علومو ښوونکي او زده کوونکي دي ، او اسلامي تعلیمات په مذهبي لحاظ هر مسلمان د خپل مسلمان امیر په اطاعت او حکم منلو ملزموي، همدا لامل دی چې طالبان له خپل پخواني مشر سره د وفاداري په غرض د هغه د آرمانونو عملي کول پر ځان لازم ګڼي او دې کار د طالبانو نوي قیادت ته په ټولو ورپیښو مشکلاتو د بریالیتوب چانس په لاس ورکړي .

پای

۱۹/ ۴/ ۲۰۱۶

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د