افغانستان

د کابل په چاودنه او جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۲۱۲ کسان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار په کابل کې د مهمو کسانو د ساتني پر ریاست لومړی چاودنه وشوه او بیا د طالبانو د سرتیرو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ددغه برید مسؤولیت منلی او ویلي چې د «عمري عملیاتو» په لړ کې نن سهار نهه بجې د پلازمیني کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د ملي امنیت پر لسم ریاست بریدونه پیل شوه.

نوموړي ویلي چې لومړی یې د یوه لوی موټر په واسطه برید تر سره کړ او بیا وروسته نورو بریدګرو د سپکو او درنو وسلو په مټ جګړه پيل کړه.

نوموړي د خپل جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو تر اوسه هم ډزي رواني دي.

د لسم ریاست ودانۍ یوه برخه د چاودني له امله نړېدلي او د مجاهد په وینا ددغه ریاست زیات شمېر کارمندان وژل شوي دي.

بل خوا د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحید مجروح ویلي چې تر اوسه د برید له امله ۱۹۸ ټپیان بیلا بیلو روغتونونو ته رسول شوي، نوموړي د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.
وروستي معلومات ښيي چې د ټپیانو شمېر ۲۱۲ ته پورته شوی خو لا یې د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي چې دوی دغه برید غندي او داددې ښکارندويي کوي چې وسلوالو مخالفینو ماتې خوړلې او د امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه نه شي کولای ځکه داسي بریدونو ته مخه کړې. دولتي سرچیني وايي چې جګړه پای ته رسیدلې خو مجاهد وايي چې جګړه ادامه لري.

پيښه ادامه لري، وروستي کره معلومات یې کیدای شي وروسته په ډاګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

هی ستاسو په ##### د غلام غلامانو ستی #### ولې داسی بد کارونه کوی د #####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x