ټولنیزه برخه

د بې دینه او مسلمانې نرسې ترمنځ جالبه مناقشه

ژباړه: کامران ملِک

یو ځل یو بې دینه(سیکولر) د اپنډکس په ناروغۍ اخته شو، چې د خېټې سخت درد له امله ورته ډاکټر د خېټې سرجري ولیکله. د عملیات نه مخکې  د مولوي الرازي لخوا کشف شوې طریقې مطابق یې دغه بې دینه ته بیهوښي ورکړه، بیا یې سرجري چې په کومو وسایلو وشوه د مولوي ابوالقاسم الزهروي لخوا څوسوه کاله مخکې کشف شوې وه. بیا د همدې ابوالقاسم د جراحۍ الاتو په ذریعه یې زخمونو ته کوکونه ورکړل، بیا د مولوي ابن سینا لخوا ایجاد شوي معرفي شوی سیروم ورته تېر شو، وروسته ورته په همدې سیروم کې د ترک مولوي لخوا ایجاد شوي دوا او د مولوي یعقوب الکندي سرنج کې واچول شوه او بیا سیروم کې ګډه شوه ترڅو مریض جوړ شي.

دا بې دینه شخص چې کله په خود شو، نو د ډېر سخت درد احساس یې وکړ، په ژړا شو، د ژړا اوریدلو سره یو نرسه په منډه راغله او ورته یې پین کیلر (د درد ګولۍ) خوړلو وویل.

دې لیبرال ورته کړل خورې! دا ګولۍ خېټې ته تللو سره څه کېږي؟

هغې ورته کړل خفه کېږه مه هلته حلیږي.

لیبرال: څه ښکلې ایجاد دی، ټول انسانیت ددې کشف قرضداران دي.

نرسه: وو دا د ابوالقاسم الزهروي لخوا کشف شوی.

لیبرال: بې کاره مسلمانانو، دا هم څه د ایجاد شی دی، جاهلو عربو، غربیان مریخ ته وختل او تاسې په یو کفسول ګولۍ کې نښتي یئ!

ﻧﺮسه: صاحبه! دا خو څو سوه کاله دمخه هغه وخت کشف شوې چې غربیانو به غسل ته کفر وایه.

لیبرال د لږ فکر وروسته:  ښه ښه ته اوس د مولایانو وکالت پریږده، زما فامیل به ماته لیپ ټاپ پریښې وي هغه راته راوړه.

نرسې د لپ ټاپ ورکولو پرمهال ورته کړل: کمپیوټر کې الجبر استعمال شوی چې مولوي موسی کشف کړی او د کمپیوټر ګیجټس کې اساسي کار د بایوس دی چې الخوارزمي کشف کړی، حقیقت خو دا دی چې د حساب ماشین، موبایل یا کمپیوټر دا ټول د مولوي لخوا کشف شوي.

لیبرال په غوصه شو او ورته یې کړل: له دې ځایه ورکه شه!

کله چې نرسه لاړه نو دغه لیبرال خپل فیس بوک خلاص کړ او په خپل فیس بوک کې یې ولیکل: په عصري نړۍ او ساینس کې د مسلمانانو برخه په صفر کې ضرب ده.

د پوسټ کولو وروسته سمدستي ورته کمینټ راغی چې دا صفر هم مولوي موسی الخوارزمی کشف کړی

نو لیبرال ورته ولیکل: جاهلو، ناپوهو له مخې مې ورک شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

دا ددجال زامنو ته ووایی چی دا کشفیات به مو زر کاله مخکی کول او دمریخ لیږلو illuminati او nasa اسباب به مو مریخ ته یو زر کاله مخکی لیږل دا چی سلویخت کاله مخکی ۱۹۸۰ کلونو شاوخوا اولنی وار مو دلیږلو دعوی کړی نو دهغه دحقیقت خو مونږ خبر یو چی دکوم انرژی او کوم هدایت پر واسطه لیږی دشیطان او جنیاتو زامن ددجال پر سترګه مین شوی دروشنفکری پر مرض اخته شوی یاست ځکه یی هر زای کی دهغه نخی اودسترګو نخه کاروی ستاسو سر او اخر معلوم ده انشاالله نږدی راتلونکی وخت کی له دغو دجالی فتنو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x