شعـــــرونه

غزل: نوراحمد صدیقي

نوراحمد صدیقي

له لاس مې وغورځي قلم، دا چې ووایي ستانوم
زړه مې ولړزي له قهره چې، رقیب واخلي ستا نوم

ای یاره!دا خو ځکه مې له سترګو قطرې څاڅي
غنم رنګو ته چې و ګورم، را یاده شي ستانوم

ماشوم وم لا مې تا سره وه مینه، کنه ورشه
هغو لوړو چنارونو کې مې، کښلي دي ستا نوم

ای! داسې ډیرې بلا شپې مې تاسره، سبا شي
زه یم ګل، لکه ګل ته چې بورا، ځي راځي ستا نوم

سوچ وکړه! صدیقي دې څومره خیال ساتي جانانه
هر کتاب کې خپل تر څنګه مې، لیکلای وي ستا نوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x