افغانستان

په وزارت کې دننه د دوه امریکايي سلاکارانو قاتل نیول شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د هغه دوه امریکايي سلاکارانو قاتل یې نیولي چې څلور کاله وړاندي یې د کورنیو چارو په وزارت کې دننه دوه امریکايي سلاکاران په ډزو وژلي وه.

نوموړي ویلي چې دغه کس عبد الصبور نومیږي، د پروان ولایت اوسیدونکی دی، تېره ورځ د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې تر نیول کیدو وروسته کابل ته انتقال سو.

د یادوني وړ ده چې د میلادي کال ۲۰۱۲ د فروري میاشتي پر ۲۵ نیټه په پلازمینه کابل کې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې دننه د ډزو په پایله کې دوه تنه امریکايي سلاکاران وژل شوي وه.

پيښه هغه وخت امریکایي ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت سرچینو تایید کړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي وه چې بریدګر عبدالرحمن نومیده ، او زیاته کړې وه چې په دغه برید کې څلور تنه امریکایان وژل شوي دي.

مجاهد په خپل خبرپاڼه کې ویلي وه چې دغه برید په بګرام هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو له لوري د قرآن عظیم الشان د سپکاوی په انتقام کې ددوی به همغږۍ تر سره شوی.

د پيښي وروسته د هغه وخت امریکايي قومندان جنرال جون آلن امر کړی وو چې د وزارتونو څخه دي ټول امریکايي سلاکاران ووزي، تر څو د نورو ورته پيښو مخه ونیول شي.

پيښه په داسي ورځو کې را منځته شوې وه چې د کابل په شمول د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم په بګرام هوايي ډګر کې د قرآن کریم د سپکاوي پر ضد لاریونونه پیل شوي وه.

په دې اړه د نن ټکی آسیا د ارشیف څخه لاندي خبر او لیکنه لوستلای شئ:

دکورنیو چارو په وزارت کې امریکايي سلاکاران طالبانو وژلي

یوه لیکوال نن ټکی اسیا ته لیکنه را لیږلې وه، د ارشیف څخه د لیکوال نوم حذف شوی، خو لیکنه یې دلته لوستلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x