شعـــــرونه

شرم! ملا عبدالسلام ضعيف

ملا عبدالسلام ضعيف

رب دې په شرم شرموې ټول دښمنان د وطن
په تورو خاورو دې ماړه سي خائنان د وطن

چې څوک په زړه او په ظاهره صداقت نلري
دتور ديګدان غوندې دې تور سي دلالان د وطن

چې د سازش په راکړه ورکړه توطئي جوړه وې
چې په دروغو غولوې مخلص ځوانان د وطن

چې د غليم په لمسون کور د خپل ګاونډ ورانوې
چې په توهين کې راکښيباسي عالمان د وطن

خدای دې هم داسې په ژړا او ويروکې ټول ولري
چې په ناحقه ژړه وي غريب او خان د وطن

موږ يې دامن او ارام د ژوند نه ټول محروم کړو
په چغو چغو راته ژاړي يتيمان د وطن

موږ يې د غم په ټغر کښي نولو قام او ټبر
ګولګون په وينو راته مخ سول ماشومان د وطن

زموږ يې د خاورو کلی وران کړ د بمونو په زور
زموږ نه واخيستی په چل حب او درمان د وطن

موږ ته يې جوړ کړله ګلی ګلی د بدو څلي
په ارام نه سي خوبه ولی زوړ او ځوان د وطن

رب دې همداسي در په در خاوري په سر کړي هغوی
چې د لطيم غوندې تپيږي غليمان د وطن

ضعيف په عجز ربه ستا درته دعا کومه
بيرته نصيب کړه زما و قوم ته امان د وطن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x