شعـــــرونه

ازاد نظم: چنار سيوری

چنار سيوری

د زړګي په خړه دښته
مې ولاړه يو کيږدۍ ده
دا کيږدۍ دغسې نه ده
لکه څنګه چې وي نورې
دا کيږدۍ په رنګا رنګه
ټوکرانو ده پوښلې
او هر رنګ يې دومره ښکلی
چې تعبير کول يې ګران دي
خو خبر چې دا ولې
دومره ښکلې ښايسته ده؟
هغه ځکه چې خاوند يې
دومره ښکلی دی چې شان يې
ډيرو ښکلو نه اعلی ده
مشهوره يې ښکلا ده
دا کيږدۍ د هغه چا ده
چې زما د زړه دنيا پرې
ده اباده ده ودانه
دا زما زړه کې ديره دی
ما ژوند ده پورې تړلی
بې له ده یم لکه مړی
خدايه مړ نه کړی ارمان مې
دا محبوب ګلاب جانان مې
که يې سترګې شولې پټې
نو به زما زړګی له کاره
خپل ګوګل کې وغورځيږي
چې زه خيال کوم چې ځي به
يار به ما نه جلا کيږي
نو دردونه د زړګي مې
په کرار کرار زياتيږي
اوښکې سترګو نه بهيږي
زما دومره ښايسته دی
چې حيران ورته عالم دی
چې هر چا يو ځل ليدلی
بيخي فکر يې بدل شي
وايي خوب ده که رښتيا ده
چې زه داسې حسن وينم
شاعران شي همه واړه
په حيرت او په فکرو کې
وايي دا خو يې مخلوق دی
چې خالق به يې وي څنګه ؟
څومره ښکلی پيدا کړی
دا مخلوق، دغه انسان دی
ښوروی نشم قلم زه
له وفا يې يمه کم زه
زه سوچ وړی يم خالق ته
خپل خيالونو ګرځومه
ديار حسن يادومه
خدای خبر چې زه به څنګه؟
ورسيږم له مجاز نه
حقيقت ته اوقسمت ته
کړم چنار به تعويذونه
دعاګانې او دمونه
چې ديار له عشقه ځار شم
او وصال ته ورسيږم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x