نړۍ

روژه صحيح ده شکونه مه کوئ – د سعودي مفتي

د سعودي مفتي عبد العزيز آل الشيخ پدې ټينګار کړی چې د سږ کال دروژې حساب صحيح دی او هيڅ شک پکې نشته، مفتي رسنيو ته ويلي: موږ دشرعي رؤيت مطابق دشعبان مياشت پوره کړې.

آل الشيخ ټول مسلمانان داشاعو او اوازو له خپرولو څخه منع کړي چې مسلمانان په شک کې اچوي.

دنوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې داسې اوازې خپرې شوې چې سږ کال روژه خوړل شوې ځکه سپوږمۍ په ۱۲ مه ورځ داسې ښکاريده لکه د پنځلسم سپوږمۍ.

ديني علماء او دفلکياتو پوهان دسږ کلني رمضان په صحت سره متفق دي، او په دې ټينګار کوي چې مخکې له وخته د سپوږمی له پوره والي څخه راپورته شوې اوازې او شکونه په شرعي او علمي اساسونو اتکاء نلري، ځکه هم په شريعت کې او هم د فلک په علومو کې د مياشتې پوره ښکاريدل دمياشتې دصحت معيار ندی، د مياشتې د صحت معيار په ليدو او رؤيت باندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x