ننګرهار: بټي کوټ کې یو پولیس خپل درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو پولیس خپل درې ملګري وژلي او په تېښته بريالی شوی دی.

د بټي کوټ په باریکاب سیمه کې په یوه پوسته کې پولیس خپل درې ملګري وژلي او پخپله طالبانو ته ور تښتېدلی دی.

طالبانو دغه پولیس خپل نفوذي ملګری بللی او ويلي يې دي چې تر دوی روغ رسېدلی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بريدګر د دوی ملګری و، په بريد کې يې درې پولیس وژلي او دوی ته روغ ور رسېدلی دی.

د ننګرهار ځايي چارواکو د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو تر منځ دا ډول بريدونه د دوی خپل منځي ور پاتې باور هم ترې تروړي.

یاده دې وي د طالبانو له لوري د عمري عملیاتو له پيل وروسته دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.

په ننګرها کې پولیس په داسې حال کې خپل ملګري وژني، چې پلازمېنه کابل همدا شېبه د سرتېرو بريدګرو د بريد شاهد دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د