ادبي لیکني

رغښتماتې کره کتنه

اجمل ښکلی

پخوانو په شاعرۍ کې د چوکاټونو او صنعتونو لټه کوله او معمولې نيمګړتيا يې هم عيب ګڼله. ځکه نو موږ پخوانۍ کره کتنې ته چوکاټي کره کتنه وايو، چې د معلومو چوکاټونو او تخنيکونو له مخې يې د شاعرۍ په اړه قضاوت کاوه.

د قضاوت کلمه موږ ته د قضا امرانه فيصلې رايادوي. پخوانۍ کره کتنه پر صريح قضاوت ولاړه وه؛ خو اوس موږ کره کتنه ارزونه ګڼو.په ارزونه کې د فيصلو هغومره ترينګلتيا او تحميل نه وينو.

په پخوانۍ کره کتنه کې چې له منلو ټوليزو اصولو نه استفاده کېده، فردي زاويه په ندرت کارېده؛ خو اوسنۍ کره کتنه د ادب پرمختګ په فردي زاويې پورې تړي. که کره کتونکى راته د يوي پنځونې په اړه خپل مستدل فردي نظر ونه وايي، د ادب له ودې سره مرسته نه شي کولى.

زموږ يوه مساله دا ده، چې په کره کتنه کې د فردي نظر او ناپېيلتا ترمنځ توپير نه شو کولى. ناپېيلتا ښايي د منلو ادبي اصولو له مخې هم زيانمنه شي. که يو پنځګر ته بدبينه شو، د سختو ادبي اصولو په تطبيق د کره کتنې ناپېليتا ته نقصان رسولى شو. ناپېلتيا د نيت او له پنځګر سره د کره کتونکي د تړاو خبره ده، دا د کره کتونکي له شخصي نظر سره يوشان نه ده.

د پنځونې پر ځاى چې د کره کتونکي توجه پنځګر ته ډېره وي، د کره کتنې ناپېليتا له ګواښ سره مخېږي. کره کتونکى د شاعر يا ليکوال له ادبي قد و قامته مرغوبېداى شي يا په خپل درانه ادبي سيوري کې هغه ورکولى شي، ځکه نو د پسرغښتوالې، رغښتماتې او پسنوښتې(پوسټ ماډرنيزم) پلويو کره کتونکو له متنه د پنځګر يا شاعر شخصت نفې کړ، چې د رولان بارت (پنځګر ومړ) ليکنه پکې مشهوره ده.

تر اصولپالې او شخصيتپالې کره کتنې وروسته زموږ د دوديزې کره کتنې بل مهم ډول مرکزپالې کره کتنه ده.

زموږ د دې څو لسيزو زياتره کره کتنې مرکزپالې کره کتنې دي. په دې کره کتنه کې شخصي نظر اهميت لري؛ خو دا نظر د ادب په اړه د کره کتونکي د معلوم او ثابت ذهنيت له مخې دى. کره کتونکى پر پنځونه خپله ايډيا تحميلوي. که ادب دا غوښتنه پوره کړي، لوړ، ګنې پرېوتى ادب دى.

پر ادب باندې د ټولنيزو اخلاقو او د ادبي ماهيت په اړه د کره کتونکي د معلوم تصور له مخې پرېکړه د متمرکزې کره کتنې ځانګړنه ده.

د شلمې پېړۍ تر شپږمې لسيزې وروسته په اروپا کې د پوسټ ماډرنيزم، پسرغښتوالې او رغښتماتې تيورۍ(Deconstruction) په غوړېدو درېدا، چامسکي، مشيل فوکو او… د فلسفې په ګډون د هر علم پر مرکزپال روش يا چلن باندې نيوکې وکړې. فلسفه د ټاکلو اصولو له مخې پر کايناتو غږېږي؛ نو پايلې به يې هم معلومې وي.

پر دې بنسټ د ژوند پر نورو برخو سربېره د ژبني او ادبي رغښت او د تمرکز د ماتېدو هڅه هم وشوه. د دوى په اند، د اصولو غوراوى او د يوه مرکز له مخې بحث علوم له ودې راايسار کړي دي؛ نو اوس د اصولو د ماتولو وخت دى.

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د ماډرنيټي او ماډرنيزم په راتګ ژوند چوکاټي، تخنيکي او اصولي شو، پوسټ ماډرنيزم د دې چوکاټونو د ماتولو تکل وکړ، چې انسان د ماشين له انحصاره وباسي او بېرته يې خپل فطرت ته وګرځوي.

د دې روش له مخې د کره کتونکي مسؤوليت د دوديز مرکزپال ډسکورس(بحث/ ذهنيت) ماتول يا (Decentralize) کول دي. پر دې بنسټ پر پنځونه ازاده نامتمرکزه کره کتنه پکار ده، چې پنځونه په ځان پسې رانه کاږو، بلکې موږ ورپسې لاړ شو او هغو ماناوو ته يې ورسو، چې د مرکزپالې کره کتنې دېوالونو رانه پناه کړې وې.

خو له نامرکزه يا نامتمرکزې کره کتنې د انتشار مانا اخلو. که چوکاټونه نه منو، مطلب دا چې انتشار خوښوو او انتشار د ګډوډۍ مانا لري. که وايو، چې زموږ موخه انتشار نه دى، بلکې د ثابتو چوکاټونو ماتول دي؛ نو بيا پخپله ماتول(Deconstruction) يا نامرکزپالنه پخپله هم مرکزپالنه ده.

که پر يوه اثر کره کتنه کوو او د يوه مرکز له مخې نه وي، د دي مطلب دا نه دى، چې ګنې خبرې به مو منتشري او ګډوډې وي. د کره کتنې د ټولو اجزاوو ترمنځ هماهنګي او تسلل وي. له نامرکزيته مانا صرف د ثابتو چوکاټونو ماتول دي، چې زموږ ذهن يې نيولى او موږ يې پر هره پنځونه تطبيقوو، هغه که ثابته سياسي ايډيا وي، که ثابت اخلاق، اقتصادي اپروچ يا له روايته راپاتې ثابت ادبي ذهنيت وي.

پر دې بنسټ، چې له پنځونې سره مخېږو، لومړى فکر به مو دا وي، چې د ادبي تجربو له تکرار سره نه يم مخامخ، بلکې له يوه نوي ادبي ايجاد سره مخ يم او د دې نوي ادبي ايجاد اصول له دې متنه بهر نه دي، پخپله په دې متن کې دي؛ نو له بهره پر پنځونه د اخلاقي، علمي او ادبي اصولو تطبيق مو د متن له ماهيته نه خبروي، بلکې له داخله بايد د دې متن پر ماهيت پوه شو.

د دې کره کتنې يوه ګټه دا ده، چې کره کتونکى ځان له درنو فلسفي فکرونو، سياسي ايډيالوژيو او ادبي اخلاقي اصولو ازاد انګېري او هڅه يې دا وي، چې له پنځونې سره سره نوى کره کتنيز متن ايجاد کړي. له دې سره د کره کتنې تخليقي ارزښت زياتېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x