افغانستان

امريکا کې يو ځوان په عربي ژبه د خبرو له امله له الوتکې ښکته کړای شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا کليفورنيا ايالت کې يو عراقی محصل وروسته له هغې له الوتکې ښکته کړای شو، چې الوتکه کې يې په عربي ژبې خبرې وکړې.

د امريکا ساوت ويسټ هوايي کرښې چارواکي وايي، چې دا پېښه د اپرېل په نهمه هغه مهال رامنځته شو، چې د خيرالدين مخذومي په نوم يو عراقي محصل د الوتکې له پرواز وړاندې په ګرځنده تيليفون په عربي خبرې کولې.

مخذومي وايي، چې له پرواز وړاندې يې خپل تره سره خبرې کولې، چې دی د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون خبرو د اورېدو لپاره تللی و.

نيويارک ټايمز امريکايی ورځپاڼې د مخذومي له قوله ليکلي، چې دی ډېر خوښ و او د دغې خوښۍ په اړه يې خپل تره سره په عربي کولې، چې د الوتکې امنيتي عملې دی له لاسه ونيو او له الوتکې يې ښکته کړ.

د مخذومي په وينا کله، چې ده د خپلو خبرو پر مهال «ان شاءالله» وويل، نو يوې ښځې ورته برګ برګ وکتل او له لږه شېبه وروسته د الوتکې عملې نوموړی راښکته کړ، مخذومي په لوړ غږ وويل، چې «دې هېواد کې اسلاموفوبيا يا له اسلام څخه د وېرې فکر څومره ډېر خپور دی.»

دغه عراقي محصل وويل، چې له الوتکې د ښکته کولو پر مهال عملې ورته وويل، چې دی بيا په الوتکې کې نه شي سپرېدای.

نوموړي امريکايي رسنيو ته وويل، چې «ما، زما کورنۍ او ولس ډېرې سختې ګاللي او له الوتکې د کوځېدو پېښه هم د ژوند له ترخو تجربو څخه ده.»

خيرالدين مخذومي عراقی دی او هلته د کليفورنيا په پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

نوموړي په خپل غبرګون کې وويل: «په نړۍ کې تر ټولو غوره شی د انسان حيثيت دی، پيسې نه دي، که د الوتکې عمله له ده بښنه وغواړي، نو راتلونکي وخت لپاره به دا فکر وکړي، چې خلکو سره بايد په مساوي توګه چلند وشي.»

ساوت ويسټ امريکايي شرکت وايي، چې خيرالدين مخذومي داسې کلمې ويلې وې، چې پايلې يې ګواښنده ښکارېدې، د زغملو نه وې او له همدې امله يې له الوتکې ښکته کړ.

ياد هوايي شرکت دا نه دي ويلي، چې مخذومي په خپله تيليفوني اړيکه کې کومې کلمې ويلې وې، چې د دوی لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x