نړۍ

د پاکستان اکثرو سیاسي ډلو د ولس مشرۍ د انتخاباتو څخه بایکاټ اعلان کړ

نن ټکی آسیا: نن د جمعې په ورځ (26/7/2013) د پاکستان د پیپلز ګوند اعلان وکړ چي دوی د ولس مشرۍ لپاره د راتلونکو انتخاباتو سره بایکاټ کوی، او نه غواړي چي شرکت په کښي وکړی، او ووې ویل چي دوی د انتخاباتو د کمیسون مشر ته په دې اړه قانوني لیک لیږلی، او ورته واضحه کړې چي په انتخاباتو کي به شرکت نه کوي.

د پيپلز ګوند د یو مهم مشر او ددغه ګوند له اړخه د ولس مشرۍ لپاره کاندید رضا رباني په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي دوی بل اختیار نه درلود، بیله دې چي انتخاباتو سره بایکاټ اعلان کړي، او زیاته یې کړه چي دوی د هغو نورو سیاسي ګوندونو څخه هم مننه کوي چي ددوی سره یې په بایکاټ کي شرکت وکړ.

باید وویل شي چي د عوامي نیشنل پارټي، بلوچستان نیشنل پارټي، پاکستان مسلم لیګ (ق) ګوندونو هم اعلان کړی چي دوی ددغه انتخاباتو سره خپل بایکاټ اعلانوي.

سناتور حاجي عدیل ویلي چي ددوی ګوند مخکي لا ویلي وه چي دوی به د پيپلز ګوند د پریکړي سره یو قسم پریکړه کوي. او زیاته یې کړه چي ستري محکمې د انتخاباتو د نیټې په ټاکلو کي یوه طرفه فیصله کړې، چي مونږ ته د منلو وړ نه ده. او زیاته کړې چي مونږ ته د کمپاین کولو وخت نه دی راکړه شوی.

باید وویل شي چي د پاکستان د ولس مشرۍ انتخابات په دې توګه تر سره کیږي چي په هغه کي سناتوران، د پارلمان غړي، او د پاکستان د څلورو ولایتونو پارلمانونو غړي ګډون کوي، او دوی په ګډه یو منتخب ولس مشر ټاکي.

د انتخاباتو کمیسون چي دغه پروسه پر مخ بیايي ، هغوی لومړی د راتلونکي میاشتي اګست شپږمه (6) نیټه د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه، چي بیا په حکومت باندي واکدار ګوند مسلم لیګ (ن) د هغه سره مخالفت کړی وو، او ویلي وه چي د اګست شپږمه نیټه د روژې د مبارکي میاشتي په وروستۍ لسیزه کي راځي، او په دې وخت کي د پارلمان، سنا مجلس او نور حکومتي چارواکي اکثره په اعتکافونو، عمرو او نورو عبادتونو بوخت وي، چي له کبله به یې انتخابات متاثره شي.

د مسلم لیګ (ن) ګوند (حکومت) غوښتي وه چي انتخابات باید وځنډول شي، او په دې اړه یې د انتخاباتو کمیسیون (الیکشن کمیشن) ته لیک لیږلی وو، خو د انتخاباتو کمیسون د هغوی لیک رد کړ، او خپل پر موقف ودریدل، چي له کبله یې حکومت ستري محکمې ته قضیه پورته کړه، او ځیني وې غوښتل چي د انتخاباتو وخت را مخته کړي، او د روژې د لسیزي تر مخه یې وټاکي.

د ستري محکمې وروستۍ پریکړه په دې راغله چي انتخابات باید د جولايي په 30 تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x