نظــر

که په دې بريدونو کې د اشرف غني او عبدالله زامن مړه وای؟

احمدالله احمدزی

يو وخت مې يوه چينايي کيسه لوستې وه، چې د دوو قومونو تر منځ جګړې وې، د يو خوا وسله‌والو د خپلو دوښمنانو د مشر پاچا زوی تښتولی و.

د ماشوم پلار خپل پوځ ته د تيار سئ امر وکړ، ورته يې وويل، چې لښکر تيار او د دوښمن له منګولو د ده زوی را خلاص کړي.

د پوځ مشر لګيا دی لښکر تياروي، چې د پاچا ښځه د غره په څنډه را ښکاره شوه او زوی يې په غېږ دی.

د پوځ مشر د پاچا له ښځې په ډېره حيرانتيا پوښتنه کوي، چې دوی خو د دښمن د پوځ او قوت له وېرې تر اوسه لښکر نه دی تيار کړی او تا په ښځينه ذات خپل زوی د دښمن له منګولو وژغوره او روغ رمټ دې کور ته راورساو.

د پاچا ښځې ځواب ورکړ، چې دا زما زوی و، زړه مې ورپسې ليونی و او که دا ماشوم ستاسې خپل زوی وای، نو دومره انتظار به مو نه کولو او زما په شان به مو ليونۍ منډه ورپسې کړې وای.

موږ هره ورځ مرو، هره ورځ مو ميندې بورې وي، په هر کور کې ساندې او سلګۍ وي، خو هېڅوک نه پيدا کيږي، چې د دې جګړې لامل له منځه يوسي.

که په نننۍ چاودنو کې د اشرف غني، عبدالله، وزيرانو، پارلماني وکيلانو او نورو چارواکو زامن مړه وای، نو بيا به مو ليدلي وو، چې دا جګړه له منځه تله.

زموږ چارواکو او پلويانو يې په ارګ کې زړې پاڼې ساتلي بس يوازې لږ يې په خپلو کرايي ليکوالانو ايډيټ کړي او د چاودنې غندلو اعلاميه خپره کړي.

د چارواکو پلويان او هغه خلک، چې د خپل ولس په وينو کې خپله روزي لټوي، د خپل ولس له دې پاکو وينو ناوړه استفادې کوي.

چارواکي او پلويان يې اوس هم غواړي، چې په تصنعي احساساتو خپل ولس وغولوي.

که خبره په غندلو پای ته رسېدلی، نو اوس به مو هېواد ګل ګلزار و.

د دغو غندلو پر ځای، چې ګډوډ حکومت د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې کړې وای، نو داسې خونړۍ پېښې به رامنځته کېدې.

د هېواد په هره سيمه کې يې د غريب زامن پرې ووژل، د دوی کورنۍ او زامن په بهرنيو هېوادونو کې خوندي شپې ورځې سبا کوي او د ژوند له ټولو اسانتياوو برخمن دي، کاشکې په دغو چاودنو کې د دوی خپل بچي وژل شوي وای، نو بيا به موږ ليدل، چې څنګه ژر سوله راځي.

حکومت اوس هم هڅه کوي، چې د سولې په جعلي دعوو ولس وغولوي، مګر دوی بايد پر دې پوه شي، چې ولس د دوی په مکر او فرېب پوهيږي، ولس هېڅکله دوی خپل استازي نه بولي او نه هم چارواکو سره د ولس غم شته.

ولس پر حکومت حق لري، چې د مال او سر ساتنه يې وکړي او د رزق غم يې وخوري. زموږ ولس داسې در په در دی، چې نه يې د يوې مړۍ رزق درک لګيږي او نه يې سر او مال خوندي دی.

حکومت چې ولس ته دا دوه حقونه نه شي ورکولای، نو هغه دې ځانته حکومت نه وايي.

که اشرف غني او عبدالله کې لږ هم شرم وای، په ډېره بېړه به يې له څوکۍ لاس اخيستی و، مګر دوی يوازې د ښکېلاګرو او خپلو شخصي ګټو ژغورنو ته ژمن دي، نه يې رنګ د ولس په څېر دی، نه يې کړنې او اعمال د ولس په څېر دي او نه يې د ژوند کړه وړه، کورونه، بچي او ناسته پاسته.

د دوی يې پرې څه که وژل کيږي، نو د غريب بې وزله افغان بچي به وژل کيږي.

له حکومته خو د خير تمه بې ځايه ده، خو چې د ولس، دين او وطن رښتيني خواخوږي راپورته نه شي، ولس له دې کرغېړن حالته ونه باسي، راتلونکې شپې ورځې ډېرې خونړۍ دي، هره ورځ به مې د ولس مور بوره وي، خور په وينو ژاړي، ناوې ګانې به مو سرتورې وي او دوی به يوازې د غندلو په اعلاميو وخت تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

احمدزی صاحب السلام علیکم ! لمړی :خو دغه مشران خپل زامن لوڼه نه لری ، کوم یو که دی هغه ورته همدغو اشغالګرو قصدی په دی تحفه کړی چه له دوی وروسته هغوی چارواکی وی یعنی د اشغالګرو پچی به چارواکی وی . دوهم : دوی کله واک او صلاحیت لری ، دوی نه د سولی او نه د جنګ کولو واک لری ، دوی یو والی یا ولسوال نه بدلولی او نه مقررولی شی ، د اشغالګرو په دستور او قومانده مقرریږی او یا معزولیږی . دریم : پوښتنه دا ده چه دومره ذلت ، رسوایی ، بی ننګی… نور لوستل »

Yousaf

Dear,
Never Talib jan Killed the Sons & Daughters of Ghani,Abdullah,Dostom,all Ministers Just killed our pour Afghan,the Talib Can killed Ghani & Co But the Not receive order for kill of them…

نور

ټول مو ملکی خلک وژلی شرمیږی هم نه خوار شی اوس نو که مداری خپلو لیکو ته تمبه یی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x