
کابل ښار کې بله چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل):شېبه مخکې د کابل ښار په مهمې سیمې شیرپور کې چاودنه وشوه.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې چاودنه د ماښام له لمانځه وروسته ۷:۱۵ بجې وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دغه چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې چاودنه په شیرپور سیمه کې شوې او تلفات نه لري.
شیرپور د کابل تر ټولو وتلې او مهمه سیمه ده او د ډيری حکومتي چارواکي هم په دغه سیمه کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې چې نن طالبانو د ملي امنیت په لسم ریاست او د دغې ادارې د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو په ادارې برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۸ کسان و وژل شول او ۳۲۷ نور ټپیان شول.