افغانستان

طالبان: یو بریدګر يې روغ وتلی، ملکي وګړي سرسري ټپيان دي؛ د ملي امنیت تلفات زیات دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ ل): د پلازمېني کابل په ننني برید کي لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲۷ تنه نور ټپيان دي. امنیتي چارواکو د ټولو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی خو طالبانو بیا د یوه بریدګر روغ رمټ وتلو ادعا کړې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي چې په ننني برید کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۲ ټپیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي.

د مجاهد په وینا د ټپیانو شمېر تر دې هم زیات وو خو ډيری شمېر یې له تداوۍ وروسته له روغتون څخه تللي او یواځې هغه پاتي چې ډیر علاج ته یې اړتیا وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند بیا د ټپیانو شمېر ۳۲۷ ښودلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ننني برید په اړه رسنیو ته ویلي چې لومړی «دوه تنو سرتېرو بریدګرو» خپل موټر چې له سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکو توکو څخه ډک و، د یوه شخصي سرای په منځ کې چې د ملي امنیت د ادارې اړوند د لوړ پوړو چارواکو ساتونکي په کې دي، چاودنه ورکړه. صدیقي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر کې دوه تنه سرتیري بریدګر ناست وو.

د صدیقي له قوله دغې چاودنې د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو مرکز دیوال ونړولو او نور سرتیري بریدګر مرکز ته ننوتل خو وروسته د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې و وژل شول.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش سلاکار سیدانور رحمتي ویلي چې په برید کې د دانش وراره عباس هم وژل شوی دی. د رحمتي له قوله عباس هم د ملي امنیت اړوند ادارې کارکوونکی و او نن د روزنې پر مهال و وژل شو.

طالبانو د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی. ذبیح الله مجاهد د نننۍ برید په اړه نن ټکی اسیا ته تفصیلي خبرپاڼه رالېږلې ده. هغه ادعا کړې چې یو بریدګر یې ژوندی وتلی دی او دوه نور يې وژل شوي دي.

مجاهد ویلي چې په برید کې یې د ملي امنیت لسم ریاست د دقیقو څارنو او پلټنو وروسته په نښه کړی دی او تر ۹۲ پورې مهم کارکوونکي او امنیتي ساتونکي وژلي دي.

طالب ویاند په برید کې ملکي تلفات رد کړي او په وینا یې د سیمې شاوخوا نېږدې «هېڅ ملکي کس ګشت و ګوزر نشي نشي کولای، او نه هم دا ملکي ساحه ده، خو د انفجار له امله چې په لرې پرتو سیمو کې د ودانیو شیشې ماتې شوي، په هغو کې ځینې ملکي خلک ټپیان شوي، چې هغه یو هم جدي نه دی بلکې زخمونه یې خورا سطحي وو».

سرچېنې لیکلي چې په برید کې د ملي امنیت د لسم ریاست مرستیال فخري او د نوي رییس وراره عباس دانش په شمول ۹۲ مهم کارمندان، د امنیت کارکونکي، امنیتي ساتونکي او د استخباراتو هغه جاسوسان چې د ورځې يې پټ معلومات دغه ریاست ته رسول، ټپیان شوي دي.

مجاهد ویلي چې له دوه تنو پیاده څخه يې یو وژل شوی او بل یې ژوندی تر دوی بېرته ځان رسولی دی. « دغه فدايي مجاهد وايي چې ۵۸ تنه استخباراتي کارمندان چې مهم غړي هم په کې وو یواځې ده په قتل رسولي دي».

طالبانو دغه برید د عمري عملیاتو تر ټولو ستر ګوزار بللی او په وینا یې دغه برید «دښمن ته سخت پیغام پرېښود». دوی ویلي چې «نور به ور به په دښمن هيڅ ډول ترحم نه کيږي، له دا ډول پريکنده بریدونو سره به مخ کيږي، مهمې هستې به يي په نښه کيږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صدیق روشان

ډیر عجیب خوندور برید و د ډیرو مسلمانانو زړونه یخ شول دخوښۍ خبره داده چې له څیرمه جاسوسان و هیڅ کوم یو بیګناه پکې نشته
که منصورصیب زما مشوره ومني نو باید داسې بریدونو ته دوام ورکړي تر څو د دښمن زړه ترک وچوي او هیڅکله پردښمن ترحم ندی پکار
ژوندي فدایي ته سلام کوم الله تعالی دې بیا همداسې لوی کار ترینه واخلي !

رحمت

اعصاب دی خراب دی او که په منافقت دا خبره کوی تکسی موټران د چاودنی له زوره ویلی شوی او ته وایی خوندور وو ارمان چی ستا دکورنی هم څوک پکی تللی وای، دمحمد خان پول دکابل یوله رش لرونکو منطقو څخه ده بیاڅنګه ملکیان نشته پکی عکسونه او ویډیوګانی یی شته.
دطالبانی وحشت روشانه بیلګه.

طوفان طوطاخیل

د ملي امنیت په ریاست کې ټول ملکي خلک میشت ؤ ځکه په دې ریاست کې اوس پیاز اوپټاټي خرڅيدي چې غریبان خلک به راتلل او په ارزانه بیه یې تې پټاټي پیاز او نور سابه کورونو ته وړل چې په دې کې اکثره دپنجشیر غریب خلک ؤ هیڅ ګناه باندي نه ؤ اخته چې دطالبانو موټربم په ریاست کې میشت ټول خلک شییدان کړل ډیره بده خبره ده دهغه چالپاره چې ……

افغان

مظلوم اولس هغه دی ، چه پرون روسانو په خپلو کمونستانو غلامانو په خانګړی ډول د شپی عملیاتو په جریان کی تعذیبولو ، او او س یی امریکاان به هماغه کمونستانو تعذیبوی ، بی عفته کوی یی ، بندی کوی او همدغه چه پرون یی خاد یادولو نن ورته امنیت ملی وایی ته به راوستل او هر ډول غیر انسانی شکنجو باندی به یی په شهادت رسول حتی جسدونه به یی ورله سپو ته اچول او هدوکی به یی ورله په ژوره څاه ګانو کی غورزول چه د کمونستانو ډیری څاه ګانی یو بل پسی پیدا شوی چه په سوونو… نور لوستل »

Abdul MAjid

I am sorry have no Pashto key board. My message is to Sadiq Roshan and Afghan.
How you called some as communist just only he is not agree with you.
What was done yesterday was a brutal killing should be condemned.
If you believe Allah will ask us on the Day of Judgment for our action even if you support such evil verbally.
Ask Allah for forgiveness and evil should be condemned.
I wish someone from Rosham family would be killed in such event to know the pain of the people.

عبدالله

عبدالمجید!!! تاسی په انګلیسی لیکل بادارانو ته دخبل کمیشن د زیاتوالی له خاطره کوی د پشتو د کی پورډ ستونزه نوره نشته زه د پشتو کی پورد نه لرم هماغه د انګلیسی کی پورد باندی د پشتو او فارسی لیکنه کوم ، د بلی خوا تاسی د خپلو ادبیاتو او فرهنګ سره کرکه لری ، دا چه اوس هم ځانونه افغانان ګڼی د افغانانو د استثمارولو او غلامولو له مخی دی چه هغوی د افغانیت په نوم تیرباسی . اصل مطلب : تاسی د لسمی حوزی جهادی یرغل ظلم او وحشت ګڼی ، افغان او هغه بل ورور ته وایاست… نور لوستل »

safi

د پنجاب جاسوسانو خدای مو تبا کړه تاسی په افغانانو رحم نه کوی الله د په تاسی رحم ونکړی او دی حملو سره تاسو نه نور هم خلک کرکه کوی

افغان

زه باور لرم ، چه د عبدلمجیدخان انګلیسی کیپورد په پشتو ژبه لیکل شروع کړل ، مګر د ناګویه غویی په شان له عبدالمجید څخه یی صافی جوړ کړی کوم پشتانه کمونستان چه دا تخلص لری هغوی د اسلام له خاطره د عربی کلماتو سره کرکه لری د عربی صافی (safi) نه لیکی بلکه ساپی ( sapi)لیکی ډاسی معلومیږی چه عبدالمجید خان صاحب کمونست او نشنلست نه دی سکولریست دی سکولریستان بیا د عربو سره هم انډیوالی لری . اصلی مطلب : عبدالمجیدخان صافی صاحب فرمایی [ د پنجاب جاسوسانو خدای مو تبا کړه تاسی په افغانانو رحم نه کوی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x