افغانستان

د کابل پيښه: ډاکټر عبدالله پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ ل): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل د ننۍ پېښي له امله پاکستان ته له مخکي نه پلان شوی سفر وځنډاوه.

ټاکل شوې وه چې اجرائیه رئیس به د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په بلنه د روان میلادي کال راتلونکي میاشتي پر دوهمه او دریمه نیټه پاکستان ته سفر کوي، خو د ډاکټر عبدالله له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل د ننۍ پيښي له امله پاکستان ته د نوموړي سفر وځنډول شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړني شواهد ښيي چې د نني برید طرحه او پلان د افغانستان د باندي جوړ شوی، او له همدې امله ډاکټر عبدالله پریکړه کړې چې پاکستان ته به خپل سفر ځندوي. او زیاته کړې :«د ننۍ ترورستي پېښ ټول شواهد، معلومات او دا چي له کومه ځایه یاد برید ترتیب سوی و، تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پوري تکمیل سي.»

د کابل په حساسه سیمه کې نن طالبانو د ملي امنیت پر لسم ریاست باندي برید وکړ چې د وروستیو خپاره شویو راپورونو پر اساس ۲۸ کسان په کښي وژل شوی او تر ۳۰۰ زیات کسان چې زیات شمېر یې عام وګړي دي، ټپیان شوي دي.

د برید مسؤولیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد واخیست او ویلي يې دي چې په دغه برید کې د ملي امنیت په لسګونو کارکوونکي وژل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x