
ازاد نظم: م. رویبار
م. رویبار
عجیبه مرض راپورې
چې د ښکلو سترګو وینم
د كشش غوټې مې پرې شي
رانه هیرې ها وعدې شي
چې وم ژمن به په دې ژبه
بیا به ښکلو ته نه ګورم
ها د سترګو جنګ به پریږدم
د اوش اف ها آوازونه
ها د هجر تریخ غړپونه
دا د عشق دنیاګۍ به
چیرته لرې له ځان پریږدم
بیابه نکړم هر محفل کې
تذکره د دغه ښکلو
خو د یار چې دغه سترګې
څو ژوندۍ وي او غړیږي
ګمان نکړم که وعدې مې
ملګرتیا وکړي تر پایه