افغانستان

کندهار: په ۳ ولسواليو کې ښوونځي او په ۹ ولسواليو د دولسمو ټولګيو فارغان نشته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، دغوايي لومړۍ، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي وايي چې ددې ولايت په ۳ ولسواليو کې هيڅ ښوونځي او په ۹ نورو ولسواليو کې يې هيڅ د دولسم ټولګيو فارغان نه شته.

د مشرانو د جرګې د تعليمي چارو د کميسيون رييسې ليلما احمدي د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر کړی او په دې اړه يې د کندهار له چارواکو سره خبري کړي دي.

په دغه ليدنه کې دکندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د مشرانو دجرګې پلاوي ته په کندهار کې د پوهنې د بهير په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کندهار له ۱۷ ولسواليو څخه يې په دريو ولسواليو «غورک، ښوراک او ريګيستان» کې هيڅ ښوونځي نه شته او په نهو نورو ولسواليو «پنجوايي، خاکريز، معروف، ارغستان، ژيړۍ، شاوليکوټ، تخته پُل، ميانشين او نيش» کې ولسواليو کې د پوهنې کمزوري بهير له امله د دولسم ټولګيو فارغان نشته.

ډاکټر عزيزي د کندهار د ښوونې بهير له بېلابېلو اړخونو اغيزمن وباله او زياته يې کړه چې په کندهار کې ۲۷۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې دغه شمېره ډيره کمه ده.

هغه دا راز وويل چې د کندهار په ۴۳۰ ښوونځيو کې يې يوازې ۱۹۰ يې ودانۍ لري او نور يې غير مناسب موقعيت لري چې د زده کړو له چاپيريال سره اړخ نه لګوي.

هغه ددې ترڅنګ د زده کوونکو د کتابونو ستونزه هم ياده کړه چې زده کوونکي دکتابونو له نشتوالي له ستونزو سره هم مخ دي.

نوموړي وويل چې په ځينو سيمو کې هغه بند ښوونځي چې په پرانيستلو کې يې څه مشکل نشته خو د پوهنې وزارت يې په اړه اقدام نه دی کړی.

هغه وويل چې په تيرمالي کال کې دکندهار د ۲۶ ښوونځیو له پاره د د ودانيو جوړول په پلان کې نيول شوي وو، خو تر اوسه يې دعملي کېدو څرک نه دی لګيدلی.

بايد وويل شي چې سږ کال له کندهار څخه د کانکور په ازموينه کې ۲۰۳۸ تنوزده کوونکو برخه اخیستې وه چې د کندهار والي دغه کمه برخه اخيسته هم د ښوونې په چارو کې دستونزو لامل وباله.

د مشرانو د جرګې د پوهنې دکميسيون رييسې ليلما احمدي وويل چې کندهار ولايت ته يې سفر دزده کړو د چارو ازونه ده او په دې لړ کې به د کندهار د پوهنې ادارې او نور اړوند رياستونه وڅاري.

احمدي زياته کړه چې د ياد ولايت ستونزې به له وزيرانو سره شريکوي، ترڅو د ستونزو د حل له پاره اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x