شعـــــرونه

ډالۍ! فيض ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند

د باران غېږه کې غلی ځانته ژاړي
اسمان بیا دی غریو نیولی ځانته ژاړي

په دې ښار کې شنه خندا له ژړا مړه شوه
چا ماشوم په کې وژلی ځانته ژاړي

د صحرا لمنه ډکه ده له کاڼو
غر کمبخته یې ویشتلی ځانته ژاړي

زما د اوښکو په تصویر کې جانان ښکاري
د یار غم مې زړه ساتلی ځانته ژاړي

خود غرضه شي جنون ورباندې خور شي
بیا ځلاند دی یار رټلی ځانته ژاړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x