
جنرال امرخېل: د ډېری نا امنيو اصلي لامل د حکومت دننه کړۍ دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، دغوايي لومړۍ، ۱۳۹۵ل): د نظامي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل وايي، چې د هېواد د روانو چاودنو، بريدونو او نا امنيو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې حکومتي چارواکي د ملي ګټو پر ځای خپلو شخصي او ګوندي ګټو ته ژمن دي.
ښاغلي امرخېل په يوه تلويزوني مرکه کې د ګډ حکومت پر دواړو مشرانو، نظامي او امنيتي چارواکو نيوکې وکړې، چې د ولس او هېواد پر ځای د خپلو ډلو او پلويانو د ګټو لپاره کار کوي.
«په داسې يو هېواد کې، چې د حکومت دواړه مشران د اصولو او مقرراتو پر ځای د سياسي سوداګرۍ له لارې راغلي وي، نو هلته به له نورو چارواکو څه تمه ولرو.»
جنرال امرخېل وايي، چې د پوځي اصولو له مخې حکومتي واکداران بايد د هرې پېښې لامل او داخلي کمزورۍ په نښه کړي، مګر زموږ چارواکي له هرې چاودنې وروسته يوازې د پېښې غندنه کوي او پړه يې پر پاکستان اچوي.
د جنرال امرخېل په وينا د پوځي مقرراتو له مخې له دې چاودنې وروسته بايد دا ارزيابي شوې وای، چې بريدګر څنګه له دومره ډېرو چاودېدونکو توکو او درنو وسلو سره د ارګ په دوه سوه مترۍ کې د ملي امنيت پر يوه خوندي دفتر خونړی بريد کوي، دې کې بايد دا خبره په ګوته شي، چې دغسې چاودنو کې د حکومت داخلي کمزورۍ څه دي.
«له تېرو پنځلسو کالو راهيسې موږ د حکومت پر داخلي کمزوريو خبرې کوو، مګر څوک زموږ خبرې نه اوري، چارواکي هم پېښې په جدي توګه نه ارزوي او يوازې د پېښو په اړه عاطفي غبرګونونه ښيي، چې هېڅ درد نه شي دوا کولای.»
د نظامي چارو يو بل شنونکي جنرال تدبير هم د امنيتي ځواکونو په داخلي جوړښت نيوکه کړې، چې د مسلکي کسانو پر ځای «د سياسي سوداګرۍ له امله واړه هلکان په سترو دندو ټاکل شوي، چې د خپل ولس د امنيت په چارو کې پاتې راغلي دي.»
د هېواد په لروبر کې ستونزې او نا امنۍ په داسې حال کې پر مخ زياتېدو دي، چې طالبانو نوي عمري عمليات پيل کړي او حکومتي چارواکو دا اعلان يوازې د طالبانو له لوري «يوه تبليغاتي» هڅه وبلله.
تېره ورځ د پلازمېنې کابل په لومړنۍ حوزې پل محمود خان سيمه کې د ملي امنيت د لسم رياست پر دفتر له سرتيري بريد وروسته ډله ييز بريدونه وشول، چې نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ.
د کابل ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې په دغه پېښه کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپيان شوي، مګر د کابل د عامه روغتيا چارواکي وايي، چې په ټولو روغتونونو کې له درې سوو زيات ټپيان تر درملنې لاندې دي او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغه سرتيري بريد او چاودنو کې د ملي امنيت ۹۲ کارګران وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند زياتوي، چې د جمال الدين په نوم د دوی يو سرتيري بريدګر د ملي امنيت د لسم رياست پر دفتر د موټر بم په واسطه سرتېری بريد وکړ او وروسته د دوی دوو نورو جنګياليو د سپکو او درنو وسلو پر مټ د ملي امنيت په دفتر کې پر موجودو کسانو ډزې پيل کړې، چې نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ.
د ذبيح الله مجاهد په وينا، د سيد عبدالولي اغا په نوم د دوی يو بريدګر ووژل شو او درېيم تن يې د پېښې له ځايه په تېښته بريالی شوی دی.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني د شهيد سردار محمد داود خان په رغتون کې د ټپيانو د ليدو پر مهال طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د خپلو نظاميانو د مرګ غچ به ترې اخلي او طالبان يې د اسلام او وطن دښمنان وبلل.