ویډیو: د مرسي د پلویانو د مظاهرو له امله د خپرونې چلوونکی سخت خجالت شو
په مصر کې د عسکري کودتا د ملاتړي تلویزوني چاینل (آن ټي وي) د یو پروګرام چلوونکی هغه وخت د سخت خجالت سره مخامخ شو چې کله یې د تلویزون په پرده د مظاهرو د ستروالي او پراخ والي صفتونه کول، خو خبر نه وه چې مظاهرې د مرسي د پلویانو دي.
د (آن ټي وي)، چې د سیسي په ګټه نشرات کوي، په ژوندۍ بڼه د یو خپریدونکي پروګرام چلوونکی او ورسره ناست میلمه دواړو په ګډه د لاریون کوونکو د ګڼ شمیر او پراخ تعداد ستاینې کولې، خو هغه وخت یې خبرې په خولو کې وچې شوې چې کله ورته د کنټرول خونې څخه وویل شول چې د لاریون انځورونه د مرسي د مخالفینو نه، بلکه د هغه د پلویانو دي.
د پروګرام وړاندې کوونکی سخت ناراحته شو، او کوښښ یې وکړ چې موضوع بدله کړي، خو د خجالت آثار د هغه او د میلمه په مخونو له ورایه ښکاریدل.
ویډیو لاندې کتلی شئ:
{youtube}zbYaDn7q7K0{/youtube}