ټکنالوژي

هغه ځانګړتیا چې یوازې نوټ ۶ کې شتون لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غوايي ۱، ۱۳۹۵ل): سامسنګ کمپنۍ له پرلپسې بریاوو وروسته غواړي خپل نوی سمارټ فون ګلکسي نوټ ۶ (Galaxy Note 6) هم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې د دغې راتلوونکی سمارټ فون ځینې ځانګړتیاوې د سامسنګ کمپنۍ خپله کارکوونکو له لوري افشا شوي خو د سامسنګ کمپنۍ په رسمي ډول دغه معلومات تایید یا رد کړی نه دی.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ چې د CPU-Z لخوا خپاره شوي کې ویل شوی چې دغه سمارټ فون د سامسنګ په داخلي سیسټم کې د SM-N930 په نوم پیژندل کیږي.

دغه سمارټ فون به پوره QHD کیفیت یا ۲۵۶۰*۱۴۴۰ ریزلوشن لرلو سره ۵.۷۷ انچه ډسپلې ولري. د فایل ثبتونې وړتیا به يي لږ تر لږه ۳۲ ګیګابایټ وي.

هغه ځانګړتیا چې د سامسنګ د کمپنۍ دغه سمارټ فون د نړۍ د سترو او پیژندل شوو کمپنیو له سمارټ فونونو څخه جلا کوي هغه د دغې سمارټ فون رېم دی.

د راپورونو پر بنسټ ګلکسي نوټ ۶ (Galaxy Note 6) به له ۶ ګیګابایټ رېم سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي او دا به د سمارټ فون په تاریخ کې لومړی سمارټ فون وي چې له دغې اندازې رېم سره وړاندې کیږي.

د ډیزاین په برخه کې ګلکسي ایس ۷ او ګلکسي نوټ ۵ ته ورته دی. د اوبو او غبار په وړاندې مقاومت لري او دغې سمارټ فون کې ۳۷۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکې بیټرۍ ځای پر ځای شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x