fbpx

پاکستاني ځواکونو د ګربزو او تڼيو ولسواليو کې پنځه کيلومتره دننه خپل تاسيسات جوړ کړي

 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غوايي لومړۍ، ۱۳۹۵ل):پاکستاني ځواکونو ډيورينډ کرښې ته څېرمه د خوست ولايت ګربزو او تڼيو ولسواليو پنځه کليومتره دننه خپل نظامي تاسيسات جوړ کړي دي.

څو ورځې وړاندې د پکتيکا ولايت اوسېدونکو ويلي و، چې پاکستاني پوځيانو انګور اډې او شاواخو سيمو کې د افغانستان په خاوره کې دننه خپل تاسيسيات جوړ کړي.

د خوست ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلان او قومي سپين ږيري وايي، چې پاکستاني پوځيانو د ګربزو او تڼيو ولسواليو په پنځه کليومترۍ کې دننه خپل تاسيسات جوړ کړي ډي.

د قومي مشرانو له قوله دوی مرکزي حکومت ته خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د تڼيو ولسوالۍ پشرلي سيمې په يوه ستراتيژيکه سيمه نيولې، هلته يې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي، پوځي وسايط او هر ډول وسلې يې هم راوړي دي.

ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی ميربت خان منګل وايي، چې د تڼيو په نريزې سيمې کې هم پاکستاني ځواکونو پرمختګ کړی او هلته يې خپل نوي مرکزونه جوړي دي، مګر د خوست والي حکم خان حبيبي د قومي سپين ږيرو او ولسي جرګې د وکيلانو خبرې ردوي.

په ولسي جرګه کې د خوست وکيلې ساهره شريف، محمدا جان منګل او نواب منګل پر حکومت تور لګوي، چې د پاکستاني پوځيانو د «تېري» پر وړاندې يې ځانونه غلي کړي او د هېواد د ځکمنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره هېڅ ګام نه اخلي.

دغو وکيلانو وويل، چې دوی مرکزي حکومت ته په دې اړه خبرداری ورکړی او دوی په تمه دي، چې حکومت به د خوست په تڼيو او ګربزو کې د پاکستاني پوځيانو د تېري په اړه ګام اخلي، مګر حکومت تر اوسه ځان غلی نیولی دی.

وړمه ورځ د پکتيکا برمل ولسوالۍ انګور اډې اوسېدونکو هم ويلي و، چې پاکستاني پوځيان له ډيورينډ کرښې دې خواته د افغانستان په خاوره کې مخ پر وړانډې راروان دي او د افغانستان په خاوره کې دننه يې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

د برمل قومي مخور وايي، چې ولسي خلک د پاکستاني پوځيانو د فعاليت له امله اندېښمن دي، مګر سيمه کې سرحدي پوليس د پاکستاني سرتيرو د پرمختګ او تېري په اړه پټه خوله دي.

له دې وړاندې د ننګرهار، کونړ، هلمند او کندهار په ګڼو سيمو کې هم د پاکستاني پوځيانو د تېري او د افغانستان په خاوره کې يې د پوځي تاسيساتو خبرونه ورکول شوي، مګر مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو او ولس ته څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د ع او غ غلامه اداری ته د حکومت نوم اخستل د ځانو تیرویستل او د حکومت نوم ته توهین دی ،پاکستان له لوی هند څخه انګریزانو له اوله غلام او مستعمره جلا کړی لره پشتانه یی هغه وخت او بره پشتانه ورسره اوس غواړی یوځای کړی د همدی د پاره یی لمړی زمونږ هیواد اشغال او بیا یی پکی کرزی او غنی شیټه سری غلامان په نامه ولسمشران وټاکل ، ولسمشران یی ورته په دی وویل چه لاسلیک کول یی د افغانستان د اولس لاسلیکول جوړ کړی د کرزی وخت کی افغانانو د دی خبری سره چه بره پشتانه… نور لوستل »