
میدیوتیک ، مدني احمقان او دماشومانو ډي ډي آر
دا خبر مې لږ وړاندې په نن ټکی اسیا کې ولوست ، جرمنۍ موسسې میدیوتیک په ننګرهار کې دیوه پروګرام له لارې چې عنوان یې دی ( موږ امن غواړو ) له ماشومانو څخه پلاستیکي تومانچې ماتې کړې ، او په عوض یې پلاستیکي ناوکۍ او نور دلوبو سامانونه پرې وویشل .
له خبر سره عکسونه هم راغلي دي ، چې یو شمیر محلي ربابیان ( شاعران ) او نور کوڅه ډب چې ځانونه مدني فعالان بولي ، په فاتحانه انداز ولاړ دي ، او له جرمنیانو مننه کوي چې ددغه پروګرام لپاره یې پیسې ورکړي دي .
تاسو لږ دې خبر او دجنګ او جنګ افزارو نړیوال وضعیت ته ژور فکر وکړئ ، یوه وروستۍ څیړنه ښیي ، چې دنړۍ د پرمختللیو هیوادونو اتیا سلنه ترټولو مطرح پوهان ( ساینس پوهانو ) دپوځي وسائلو ، جنګ افزارو په جوړولو او جنګي تخنیک په پرمختیا کې مصروف دي ، چې په دې برخه کې جرمني هم له چا وروسته نه ده ، جرمني په دې وروستیو کې په لومړي ځل د بي پیلوټه الوتکو ضد توغندي ایجاد کړل .
دټولو کفري هیوادونو دبودیجې تر نیمایي زیاته برخه په پوځ او پوځي وسائلو لګیږي ، یوازې دامریکا پوځی مصارف دټولې نړۍ له پوځي مصارفو څخه زیات دي ، په اسرائیلو کې چې هلک اوه کلنۍ ته رسیږي ، نوتر ټولو لومړی باید دباروتو جوړول ، وسله چلول ، نښه ویشتل او جنګي فنون زده کړي ، په نړۍ کې ترټولو خطرناکې وسلې جوړوونکي ، درلودونکي ، او کاروونکي دجرمنیانو په شمول کفری اولسونه دي ، چې له نړۍ څخه یې قصاب خانه جوړه کړې ده ، دنړۍ په هیڅ برخه کې هیچا ته نه ویل کیږي ، چې دغه ډول خطرناکې وسلې مه جوړوه ، مه یې کاروه او مه یې ساته .
په ارام سمندر کې درست کال د چین ، روس ، امریکا ، جاپان او نورو لخوا پوځي مشقونه روان دي ، اسرائیلو دخپلې خیټې مړۍ نیمه کړه ، او ځان ته یې داوسپنیز ګنبد په نامه دتوغندیو ضد سیستم ولګاوو ، مطلب داچې په درسته نړۍ کې دکفر او کافرانو لخوا دخپل مټو دلا پیاوړي کولو هڅه روانې دي ، له ساینسي تجربو نیولې ، تر پوځي مشقونو ، ازمایښتي جنګونو او نورو قسماقسم هڅو پورې هر کافر هڅه کوي ، خپله جنګي او پوځي توانمندي څوبرابره زیاته کړي .
مګر په دې نړیواله ټوپک شاهي کې دننګرهار څو کوڅه ډب ډمان چې ددیموکراسۍ په هنداره کې ورته ځانونه مدني فعالان او نور افغانان ورته وحشي ښکاري ، راپاڅيږي ، دافغان اولس په ماشوم یې پلاستیکي تمانچه هم نه ده پیرزو . . . اوغواړي چې د تش لاسي یرغل ځپلي افغان له لاسه باید پلاستیکي تمانچه هم واخیستل شي ، ترڅو ورباندې نړیوال امن تخریب نه کړي .
د میدیوتیک په اشاره دغو فعالانو خپل کمپاین ته دامن او سولې نوم ورکړی دی ، مطلب دا چې دوی دامن ارمانجن دي ، او دسولې دراوستلو لپاره غواړي دماشومانو پلاستیکي تمانچې ماتې کړي ، دوی ته دمیدیوتیک جرمنیانو دتمانچو په غوض دماشومانو ناوکۍ ورکړې دي ، چې روان یرغل ته په پام سره دغرب دغه چال ماته د درویش درانې هغه بیت رایاد کړ .
څالاکه دښمنان چې یې سر وړي هغه مهال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور دپښتانه
هوکې ، جرمنیان له موږ نه دخپلو افغاني اجیرانو په توسط غواړي چې ټوپکې ماتې کړو او ناوکۍ وګډوو ، ترڅو هغه جنګ چې په نره یې رانه ونه ګاټه په منافقت او چلبازۍ رانه وګټي .
جرمنیان او غربي فکري یرغلګر چې اوس یې داسې هڅې څو برابره زیاتي کړي دي ، خپل کار به کوي ، ځکه دهغوی مطلب دافغان مسلمان اېل کول دي ، هغه که په هره طریقه سره وي ، خو زه حیران یې دغو افغاني لاسپوڅو ته یم چې په څومره حماقت غربي پروګرامونه دخپل اولس دپای بسته کولو لپاره عملي کوو .
دغه دمدني ټولنې احمقان ، شاعران او ډمان چې دهوښیارۍ او روشنفکرۍ لاپې هم وهي ، آیا تراوسه په دې نه پوهیږي چې امن او سوله دچا لخوا برمته شوې ده ، او دجنګ عاملان څوک دي .
دوی دې ته متوجه نه دي ، چې په نړیواله او هیوادنۍ کچه دجنګ اصلي عاملان همدغه غربیان دي ، چې نن دوی ته دخپلو پلاستیکي تومانچو دماتولو پروګرام ورکوي ، دغه ناخبره مدني فعالان دې یوځل دنړیوالو جنګو تاریخ وګوري ، چې جرمنیانو دنړۍ په امن کې څنګه رول لوبولی دی ، دوی دې یوځل په هیواد کې دروانې غمیزې له ريښو ځان خبر کړي ، ترڅو پوه شي چې زموږ دغمیزې ، بدبختۍ او جنګ عاملان کفري توطیه ګر ، استعمارګر او اشغالګر دي ، او که دننګرهار ماشومان .
دوی دې یوځل دې ته دقت وکړي ، چې زموږ دری میلیونه انسانان د کفري یرغلګرو بمونو ، بمبارونو او ټانګونو ووژل او که دننګرهار دماشومانو پلاستیکي تومانچو ؟
د مدني فعالینو په نوم دغرب راشن خورو احمقانو !
لطفا زما لاندې څو خبرې په غور واورئ !
په دې بایدپوه شئ ، چې دغربي او شرقي کفارو لخوا په اسلامي هیوادونو کې دسولې او بې وسلې ژوند شعارونه او پروګرامونه له منافقت څخه ډک او داستعماري اهدافو لپاره دي ، دغه پروګرامونه چې ظاهرا دسولې فضیلت ته په پام سره زړه وړونکي دي و هغه زرین مزي ته پاته کیږي چې غواړي اسلامي امت پرې زیندۍ کړي .
په دنیا کې دشرف اوسرلوړۍ او په جګو سترګو ژوند لپاره ترټولو اړینه ده ، چې مسلمان باید دقوت له نګاه نه برلاسی وي .
په دې باندې الله تعالی امر کړی دی ( واعدوا لهم ماستطعتم من قوة ) ژباړه : څومره مو چې وس رسیږي دکافرو مقابلې ته خپل قوت تیار کړئ – قوت څه ته وایي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( الا ان القوة الرمی ) قوت دغشو ویشتل دی .
لوړو دیني نصوصو ته په پام سره بایدپه دې پوه شئ ، چې زموږ دعزت او سرلوړئ اصلي ریښه په جهادي اعداد او جنګي قوت کې ده ، داچې نن سبا مسلمانان ذلیل دي ، همدا ستاسو غوندې دغربي فرمایشي فکر له برکته ، په اسلامي تاریخ کې دعثماني خلافت دسقوط ترمهاله چې مسلمانان د جنګي قوت او ټیکنالوجۍ په اهمیت پوهیدل او له کفارو سره یې همګام سفر کاوو ، نو سرلوړي وو ، مګر له هغه وروسته چې ستاسو غوندې دغرب فکري مبلغینو په مسلمانانو کې دجهاد روحیه او دپوځي قوت د ساتلو فکر له منځه یووړ ، نو دمسلمانانو ذلت هم پیل شو .
آیا تاسو دخپل یوه شاعر ملګري درویش دراني هغه بیت هیر کړی چې وایي :
که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته
دنیا وجود دهیڅ کمزوري او مجبور نه مني
دا ددنیا قانون اود بشریت تجربه شوی تاریخي مزاج دی ، چې سرلوړی به هغه څوک وي ، چې قوي مټ او مړوند ولري ، پښتانه (تش لاس ) ته ( دښمن ) وایي ، وسله دنارینه پسول دی ، که په کور کې دې وسله نه وه ، نوکا چا دې به ناموس تجاوز وکړ هم بعیده یې مه بوله ، تاسو یوه شیبه دپوځی قوت داهمیت پيژندلو لپاره داسرائیلو او عربو کیسې ته فکر وکړئ ، اسرائیل پنځه ملیونه شاوخوا دي ، خو عرب تر ۳۰۰ میلیونو رسیږي ، مګر داسرائیلو لاس ډک دی ، بالیستیکي توغندي ، اتومي بمونه ، پرمختللي ټانګونه ، پرمختللي الوتکې او پرمختللی دفاعي سیستم په واک کې لري ، مګر عربان داهیڅ هم نلري ، داسرائیلو همدا پوځي امتیاز دی چې دغه محدود اولس ته یې برلاسي ورکړې ده او نن روزانه عربو ته پیغورونه ورکوي .
نه پوهیږو چې له تاسو سره دافغانانو دعزت غم دی او که دذلت هڅه یې کوئ ، که زما په لاس کې ټوپک او تومانچه نه وي ، نو څه فکر کوې چې دظالمو نړیوالو او ګاونډیانو په منځ کې به زما حیثیت څه وي .
تاسو ظاهرا په دې خبره غولیدلي یئ ، چې سوله دولس اړتیا ده ، بالکل سوله دولس اړتیا ده ، مګر ایا فکر مو کړی چې باعزته سوله په څه کې ده ، باعزته سوله په دې کې ده ، چې ستا په لاس کې خنجر او ټوپک وي ، او هیڅوک داجرأت ونه کړي ، چې درباندې وبلوسي ، په اوس وخت کې موږ تریرغل لاندې یو ، چې له دې آزمون څخه یوازې په نارینتوب او همت وتلی شو ، په اوس وخت کې چې ته زما داولس له لاسه ټوپک اخلي خو مطلب داچې په تاوده جنګ کې مې کافر ته لاسونه تړې ، ترڅو مې په دین ، وطن او عزت باندې چې څه خوښه وي هغه لوبې وکړي .
د میدیوتیک اجیرانو !
باید په دې پوه شئ ، چې دافغانستان سوله په دې نه راځي ، چې دافغان له لاسه دې وسله واخیستل شي ، افغانان په چا پسې کورته نه دي ورغلي ، بلکې همیشه یې یوازې دخپل ناموس ، دین او وطن ددفاع لپاره وسله کارولې ده.
که تاسو رښتیا غواړئ په افغانستان کې سوله راشي او دجګړې عوامل ختم شي ، باید خپلو غربي کفري بادارونو ته مو ووایئ ، چې نور بس کړئ ، د کمزورو او بې دفاع اولسونو له شپیلولو او ایلولو لاس واخلئ ، لکه څنګه چې ددریمې نړۍ اولسونو په خپلو خاورو او خدای ورکړیو امکاناتو قناعت کړی تاسو هم لطفا خپل هیوادونو ته ستانه شئ او موږ پریږدئ ، چې په خپله خاوره دعزت او سکون ساه واخلو !
ددې په ځای چې زموږ دماشومانو په پلاستیکي تومانچو ماتولو وخت ضایع کړئ ، له تاسو هیله ده ، چې جرمنیانو ته ووایئ ، چې لطفا مو خپل پوځیان له کندز او بغلان څخه وباسئ ، ستاسو له خیره مو توبه ده مګر شر مه رارسوئ ، ستاسو له تمدن څخه توبه ، هغه تمدن (!) چې موږ ته په مرګ او ذلت تمام شو ، لطفا موږ په زور مه متمدن (!)کوئ .
که غربي کفار په خپلو پولو قناعت وکړي ، دخلکو په دین ، کلتور ، وطنونو ، زیرمو ، افکارو او شتمنیو کې ګوتې ونه وهي ، نو اوسنی حالت به خپله ختم شي .
خو که غربي کافر دخاورینې کرې له بل اړخ څخه راځي ، زما خاوره نیسي ، اسلامي نظام مې نړوي ، او په عزت او ناموس مې تیری کوي ، بیا نو زه هم مجبور یم چې په بالمثل غبرګون سره ورته ځواب ورکړم ، دغه مهال بیا زه خپل عزت په لاریونو نو ، مشاعرو ، چکچکو او عکس اخیستلو سره نه شم ترلاسه کولای ، دغه مهال به زما عزت بیا هغه څه خوندي کوي چې تردې وړاندې یې زما دنیکونو عزت خوندي کړی ، چې هغه وسله دی .
هغه وسله چې زما اولس یې په اړه وایي ( که بار ده هم یوه ورځ په کار ده )